د بخښنې نړیوال سازمان: د امنیتي کمرو نصبول د افغانانو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده
وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې د ۶۲ زره امنیتي کمرو د لګولو اعلان وکړ د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا اقدام د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بولي.
د بخښنې نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا او بشري حقونو د چارو څېړونکي او سلاکار مت محمودي تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د څارنې د دغه جوړښت د خلکو شخصي حریم او د غونډو د جوړېدو ازادي چې وار له مخه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په بېسارې ډول تر برید لاندې راغلې له منځه وړي.
په اعلامیه کې د محمودي له قوله راغلي: "دا د ملي امنیت تر عنوان لاندې د دغسې پراخه ډلهییزې څارنې جوړول د طالبانو د ظالمانه سیاستونو دوام دی چې په عمومي ځایونو کې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده."
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ورځ تر بلې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې او ځپونکي اقدامات زیاتېږي.
په همدې حال کې یوه معترضه افغانه مېرمن مسعوده کوهستاني وايي، که څه هم افغان مېرمنې د اعتراضونو پر مهال لا له وړاندې د طالبانو له ظالمانه غبرګونونو سره مخ وې، خو په خبره یې اوس چې د کابل په ښار کې په دومره شمېر امنیتي کمرې لګول شوي ښايي د طالبانو د هېڅ محدودیت پر وړاندې میرمنې له وېرې اعتراضونه ونه شي کړای.
هغې زیاته کړه: "دوی له خلکو وېره لري چې یوه مېرمنه یا یو نارینه د خپل حق لپاره غږ پورته نه کړي. دوی په دې فکر دي چې ولې د یو انسان غږ پورته شي، ځکه د دوی ایډیالوژي د انسان ضد ده، ځکه یې دا کمرې ولګولې تر څو د عدالت غوښتونکو او ازادي غوښتونکو غږ د تل لپاره بند شي."
د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل طالبان هڅه کوي په دومره شمېر د امنیتي کمرو په لګولو سره د خلکو خصوصي ازادي سلب کړي.
هغه وویل: "دا ښايي د جنايي پېښو د مخنیوي په برخه کې یو مثبت اقدام وي، خو په ټوله کې د دومره غټ شمېر کمرو لګول د خلکو خصوصي حریم نقضوی ځکه په دې سره هیڅوک د کمرې له څار نه شي بچ کېدای او د خلکو خویندې میندې راوځي بیرون، په سودا پسې بل څه پسې نو طبعاً دا کمرې به یې څاري او په دې سره شخصي حریم له ګواښ سره مخ کېږي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بخښنې نړیوال سازمان د تازه اندېښنو او غبرګون په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د اګست په دېرشمه نېټه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یو ویډیويي پیغام کې چې د هغه پر اېکس شبکې یا پخواني تویټر خپور شوی ویلي، دا کمرې دوی د خلکو په همکارۍ د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او تخینکي طرحې له مخې په کابل ښار کې لګولي چې دا کاربه د جرایمو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهانو وړاندې تر دې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د امنیتي کمرو په لګولو د پېښو په ګراف کې کموالی نه راځي بلکې له پېښو وروسته د مجرم د پېژندولو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې هم په کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د امنیتي کمرو د نصب موضوع یاده شوه، خو معلومه نه شوه چې هغه پروژه تر کومه ځایه مخته ولاړه.
په ۱۳۹۹لمریز کال کې د پخواني نظام چارواکو کابل کې د امنیتي کمرو شمېر یوازې ۳۰۰ ښودلی و.