Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د داخلي ټکټونو د پېر او پلور سوړ بازار؛ لامل یې څه دی؟

کابل کې د يو شمېر توريستي او سياحتي شرکتونو مسوولان وايي، په افغانستان د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره، د دوی کار خرابه شوی او د کورنیو الوتنو د ټکټونو پېرېدونکي کم شوي دي.


کابل کې د مهاجر ګرځندوی شرکت مسوول تاج محمد وايي، د تېر حکومت پر مهال به يې د ورځې درې يا څلورو کسانو ته د داخلي الوتنو ټکټونه ورکول، خو په خبره یې اوس مياشت کې هم دوی ته دوه درې کسان د ټکټ اخيستلو لپاره نه ورځي.


نوموړي وايي: "هغه ټايم کې به کله اته زره، نهه زره، تر اووه زره افغانيو ټکټونه وو، ډېر لوړ قیمتونه وو، اوس خو ډېر ارزانه شوي دي، څلور زرو روپو ته رارسېدلي دي."


کابل کې د يو بل توريستي شرکت مسوول چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي د غږ د بدلون په غوښتنې سره ورته خبره کوي وايي، له دې امله د دوی کار سخت خرابه شوی دی.


هغه وویل: "وروره که درته ووايم دا زما درېيمه، څلورمه مياشت ده، داسې حالاتو کې راغلي يو چې وضعيت بيخي خرابه دی، نه ټيکټې شته، خوند يې مقصد نه‌شته، نه داخلي، نه خارجي."


خو د دې کار لامل څه دی؟


خلک وايي، د الوتکو ټکټونه که څومره هم ارزانه شي، د ځمکني ټرانسپورټ په پرتله غیر اقتصادي پرېوځي او اوس هغه پخوانۍ امنیتي ستونزې هم نه شته چې دوی له ویرې په الوتکه کې سفر وکړي.




دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د تېر حکومت پر مهال به تر ډېره پر لويو لارو د وسله‌والو نښتو، غلو او امنيتي ستونزو له امله خلکو، په ځانګړي ډول امنیتي کارکوونکي او دولتي مامورینو په الوتکو کې سفر کاوه.


د بلخ ولایت اوسېدونکی شمس‌الله الهام وویل: "اوس وخت کې يو خو دا چې د ځمکني سفر بيه ډېره ټيټه ده او خلک ډېر کوښښ کوي چې د ځمکې له لارې نورو ولايتونو ته يا مرکز ته سفر وکړي. جمهوريت وخت سره کې يې پرتله کړو، هغه وخت خلکو د مجبوريت له امله کوښښ کاوه چې د هوايي لارې سفر وکړي، هغه وخت وضعيتونه هم زيات خراب وو، غلاوې وې. که څه هم بيه ډېره لوړه وه، خو بيا هم خلکو دې ته ترجيح ورکوله چې په امن کې خپل سفر ترسره کړي."


دغه شان د هلمند ولايت اوسېدونکی عبدالجبار نوميال چې د تېر حکومت پر مهال به يې له کابله تر هلمنده د هوا له لارې سفر کاوه وايي، مخکې د هوا له لارې د سفر يوازينی لامل پر لاره وسله‌والې نښتې، غلاوې او امنيتي ستونزې وې.


هغه وویل: "تاسو ته بهتره معلومه ده چې تحول نه و راغلی، افغانستان کې جګړې وې، پر لويو لارو باندې امن نه و، د غلو له لاسه او جګړو له لاسه، خلکو نه‌شول کولی چې له کابل څخه هلمند ته راشي، خپل ژوند يې خوندي نه باله، نو په همدې خاطر يې د الوتکې لوړ ټکټونه پرې کول، ۱۰۰، ۱۱۰ ډالر ټيکټ به يې پرې کاوه، بيا له هلمند څخه کابل او کابل څخه هلمند ته تګ راتګ کېده."


دا چې اوسمهال له مرکز کابل څخه کومو ولايتونو ته هوايي شرکتونه پروازونه لري او دوی د خپلو ټکټونو بيه څومره راښکته کړې، په دې اړه د ازادي رادیو خبریال د کام اير هوايي شرکت او د اريانا افغان هوايي شرکت ادارو سره اړيکې ونيولې، خو مسوولانو یې د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو کابل کې د توريستي شرکتونو مسوولان وايي، چې اوسمهال هوايي شرکتونه له مرکز کابل څخه يوازې کندهار، مزار شريف او دغه شان هرات ولايتونو ته اوونيز او ورځني پروازونه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *