د روسیې دفاع وزارت د اوکراین درې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړي
د دغو الوتکو د بریدونو هدف د روسیې پلازمېنه مسکو ښودل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې دوه الوتکې د کالوګا او توور پر فضا او درېیمه هغه یې په ایسترا سیمه کې له منځه وړې ده.
د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو الوتکو د وېرې له کبله د مسکو په هوایي ډګرونو کې نژدې ۵۰ الوتنې لغوه یا ځنډېدلي دي.
د روسیې پر اهدافو په ځانګړې توګه کریمیا ټاپوزمه او له اوکراین سره نژدې سرحدي سیمو باندې نژدې هره ورځ اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي.
په تېره مې میاشته کې د کریلمین پر فضا هم د اوکراین دوه بېپيلوټه الوتکې وویشتل شوې.