Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ګلګت بلتستان حکومت د شيعه - سني شخړو مخنيوي لپاره ديني عالمان ورغوښتي

د ګلګت بلتستان وزيراعلی وايي چې د شيعه او سني ډلو ترمنځ د ترينګلتيا د زیاتېدو مخنيوي لپاره یې د پاکستان له نورو برخو ديني عالمان ورغوښتي دي.

وزيراعلی حاجي ګلبرخان د سيپتمبر پر څلورمه، په خپل دفتر کې د خبري غونډې په وخت وويل چې غواړي ديني عالمان د شيعه او سني ډلو ترمنځ خبرې وکړي او د تاوتريخوالي مخنيوي وشي. هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه د شخړو مخنيوي لپاره بيداره دي او ناامني به نه پيښيږي.




په ګلګت بلتستان کې د اګست له نيمايي راهیسې ناکراري ده. پر دغه ورځ يو شيعه عالم په يو تقریر کې ځيني داسې خبرې وکړي چې سني ډلو سپکاوه وباله. تر دې وروسته دواړو خواوو د يو بل پر خلاف بیانونه ورکړل. پولیسو د ځايي شيعه عالم مولانا اغا باقر الحسيني پر ضد د تشدد پارونې په تور ايف ای ار درج کړی دی. نوموړي د سيپتمبر پر ۲۷مه، په سکردو کې د خپلو پلويانو یوې لویې جلسې ته په وينا کې وويل چې پولیس دې د هغه په خلاف مقدمه واپس واخلي او هغه چا چې مقدمه درج کړې، ګرفتار دې شي.


تر دې مخکې سني ډلو مظاهرې کړې وي. دغو ډلو د ګلګت بلتستان ځيني سړکونه تړلي وو او د الحسيني د ګرفتارۍ غوښتنه یې کوله. وزيراعلی حاجي ګلبر خان په خپله خبري غونډه کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له پارونکو بیانونو دې لاس واخلي. هغه زیاته کړه چې هېچا ته به د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي.‌




حکومت د ګډوډيو مخنيوي لپاره د سیپتمبر له درېيمې راهیسې په جلسو او د خلکو په غوڼدېدو بنديز لګولی دی. وزیراعلي د پولیسو سره د امن بحال ساتلو کې د مرستې لپاره رينجرز او سرحدي ځواکونه (اېف سي) وروغوښتل. حالات تر دې حده ترينګلي شول چې د امريکې سفارت د سيپتمبر پر څلورمه، پر خپلو وګړيو غږ وکړ چې د سيلګرۍ سیمې ګلګت بلتستان ته دې له تللو ډډه وکړي.


ګلګت بلتستان د پاکستان تر ادارې لاندې سيمه ده چې خپله اسمبلي، خپل ګورنر او خپل وزيراعلی لري. دا د هند، چين او افغانستان سره پوله لري. هند پر دې ځای دعوه کوي او وايي چې دا یې تر ادارې لاندې کشمبر برخه ده خو پاکستان دا دعوه بې بنياده بولي او چې دا یې د خپلې خاوره برخه ده.


ګلګت بلتستان د خپلو دنګو واورینو غرونو، شنو ځنګلونو او پاکو روانو اوبو له وجې د سېلګرۍ لپاره مشهور دی. دا سیمه د چين يوه لاره - يو کمربند پروژې برخه ده نو ځکه پکې چين ځيني پروژې پر مخ بیايي. په دې ځای کې شيعه، سني، شينز، کاشغريان، پاميريان، کوهستانيان او یاشکونز قومونه اوسيږي.


دلته له ډيرې مودې راهیسې د شيعه او سني ډلو ترمنځ فرقه ییزې کشالې موجودې دي. شيعه او سني ډلې د يو بل سر د فرقه ییزو مسايلو سربیره، د ځمکو پر ویش هم ستونزې لري. په ۲۰۱۲ کال کې د شيعه او سني ډلو ترمنځ په نښتو کې په دواړو خواوو کې په لسګونو کسان وژل شوي وو. تر هغه وروسته، په ځينو ځايونو کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره رينجرز ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *