Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د کتابتون پرانيسته؛ دا د ماشومانو لپاره څومره مهمه ده؟

ننګرهار کې د جاپان په مرسته د ماشومانو لپاره يو کتابتون پرانيستل شو.


دا کتابتون چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، د جاپان له لوري د ۱۳۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په‌کې د کتابتون اړوند ټول اړين توکي په پام کې نيول شوي دي.


په دې اړه د دغه ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې کتابتون د جوړېدو چارې چې تېر کال پیل شوې وې، ماشومانو ته د لوست ترڅنګ په کې د بېلابېلو استادانو له‌خوا د ښوونځيو لومړني مضامين لکه پښتو، رياضي او دغه راز ليک لوست برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.


دوی وايي، راتلونکي کې ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه هم پلان شوي دي.


کوم ماشومان چې ياد کتابتون ته ورځي، وايي خوښ دي چې دا کتابتون ورته جوړ شوی، دلته راځي کتابونه وايي او ليک‌لوست هم کوي.


زهرا د دغو ماشومانو له ډلې ده.


هغې وویل: "زه دلته راغلې يم چې درس ووايم او قران‌کريم زده کړم او دا نور مکتبونه دې خدای ج ايله کړي چې موږ ډاکټرانې شو، انجينرانې شو او همداسې نور شو مونږه."


یو بل ماشوم محمد وویل: "زه د درېيم ټولګي څخه يم او هيله‌من او منندوی يم موسسې څخه چې زموږ لپاره يې کتابتون جوړ کړ او هيله لرو چې راتلونکي کې موږ ته دغسې نور کارونه هم وکړي."




دا کتابتون داسې مهال جوړېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې په ښوونځیو کې له زده‌کړو منع کړې دي.


د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ یو انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.


د ننګرهار اوسېدونکی صادق‌الله صادق چې خپله هم يو کتابتون لري، د ماشومانو لپاره دا ډول کتابتونونه جوړول مهم بولي او وايي د دې لپاره چې زده‌کوونکي په راتلونکي کې له مطالعې سره اشنا شي، له ماشومتوب بايد دغه ډول کتابونونو کې د لوست زمينه ورته برابره شي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "دا د ماشومانو د راتلونکې لپاره، د ماشومانو د روحي سکون لپاره، د ماشومانو د تربيوي روزنې لپاره يو ډېر غوره او ستر ګام دی. زموږ په ټولنه کې له بده‌مرغه ماشومان خو څه کوې، مشرانو کې هم د کتاب لوستنې، کتاب ليکنې مينه‌وال ډېر کم دي. که چېرې موږ له اساس نه کار واخلو او اساس ته کار وکړو او له ماشومتوبه دوی د کتاب لوستنې لپاره روږدي کړو نو دا به د دوی د اينده لپاره لوی توپير رامنځته کړي."


د ماشومانو لپاره دا ډول کتابتونونه څومره مهم دي او د دوی پر روان څومره اغېز لري؟


ليکوال او د ماشومانو د ادبياتو کتونکی ډاکټر محب الله زغم وايي، په دې ډول کتابتونونو کې ماشومان هغه څه زده‌ کوي چې په ښوونځيو کې ورته نه تدريسېږي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "ماشومان لوړ تخيل او پلټونکي ذهنونه لري، د دوی په ذهنونو کې زرګونه پوښتنې وي او دوی يې ځوابونه غواړي چې زموږ په ټولنه کې عموماً لويان دغه پوښتنې بابيزه ګڼي او ځواب ورته نه وايي. نو د ماشومانو له عمر سره مناسب کتابونه او د دوی لپاره کتابتونونه جوړول ډېر مهم دي، په دې چې دغه ماشومان په دې کتابونو کې د خپلو پوښتنو ځوابونه مومي، دوی سره د دوی د فکر او تخيل قوه لا وده کوي."


افغانستان کې په ښوونځيو کې ماشومانو ته يوازې تدريسي کتابونه لوستل کېږي، خو نور مهارتونه ورته يا نه ښودل کېږي، يا هم په نصاب کې ورته ځای نه‌دی ورکول شوی.


د یادونې ده چې مخکې په بېلابېلو کتابتونونو کې ماشومانو ته څانګې ځانګړې شوې وې خو کوم ځانګړی کتابتون ورته نه و جوړ شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *