Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا رییسان ملایان او قاریان ګومارلي

د طالبانو حکومت په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا لپاره د رییسانو په توګه ملایان او قاريان ګومارلي دي.


د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ملا محمد ادم مسلم د کندهار د عامې رییس وګوماره، چې په یوه مسلکي بست کې د یوه ملا دا ګومارنه له نیوکو سره هم مله وه.


خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په یوه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رییس یو ملا ګوماري.


د ازادي راډيو د موندنو پر بنسټ د طالبانو حکومت تر دې مخکې په ۹ نورو ولایتونو کې هم د عامې روغتیا لپاره د ریسانو په توګه ملایان ګومارلي چې اوس هم خپلې دندې مخ ته وړي.


له دې ډلې مولوي عبدالرحمان عبدالله د نیمروز، مولوي محمد طالب شاهد د هرات، مولوي محب الله بهاري د سمنګان، قاري ذبیح الله حسیني د جوزجان، حافظ عتیق الله فیضي د بدخشان، مولوي نقیب الله نوري د نورستان، قاري مظفر مخلص د کونړ، حافظ موسی ط د کاپیسا او حافظ سعیدالرحمان قادري د لوګر د عامې روغتیا په ریاستونو کې د ریسانو په توګه ګومارل شوي دي.


همدا ډول مخکې تر دې مولوي حنیف مصباح چې د غزني، مولوي ضیاالحق دشتي د فراه، قاري محمد انور د کندز او شیخ میر صدام د بلخ د عامې روغتیا رییسان وو، اوس له دندو لرې شوي او له دې ډلې د ځینو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونه اوس د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.


د عامې روغتیا په ریاستونو کې دا ګومارنې یوازې تر رییسانو محدودې نه دي، د دې ترڅنګ په ګڼو ریاستونو کې امران، مدیران او د روغتونونو مشران هم د طالبانو اړوند کسان ګومارل شوي چې تر ټولو وروستۍ اعلان شوې ګومارنه د ملا بسم الله باوري وه چې د اګست په ۲۶مه د طالبانو حکومت د کندهار والي د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی د میرویس حوزوي روغتون مشر ګومارل شوی دی.


د افغانستان په جنوب کې یوه ډاکتر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی په ولایت کې د ګڼو ادارو مشران ملایان او قاري ګومارل شوي چې د نوموړي په خبره پایلې يې منفي دي.


هغه وايي: "د روغتيا په برخه هغه کسان چې غیر مسلکي او ملایان دي او د طبابت په اصولو نه پوهېږي، د روغتونونو او د عامې روغتیا ریاستونو په مهمو بستونو ګومارل شوي دي چې دا ګومارنې په کارونو منفي اغېز کوي."


دا ډاکتر همدا شان وايي، د دوی په روغتون کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنه لامل شوې چې د غیر مسلکي رویې له امله تر نیمايي ډاکتران خپلې دندې پرېږدي.


په تېر جمهوري حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ‌ډاکتر غلام دستګیر نظري هم وايي، د عامې روغتیا ادارو مشران که مسلکي خلک نه وي، پر روغتیایي خدمتونو او کیفیت یې څارنه شي کولای او همدا ډول قوانین نه شي تطبیقولای.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د عامې روغتیا ریاست مشران او امران د صحنې خلک دي او باید د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مدیریت او څارنه وکړي. موږ استدلال نه شو کولای چې د عامې روغتیا رئیس که مسلکي نه وي، ستونزه نه لري، البته چې ستونزه لري، ځکه د عامې روغتیا داسې رییس څارنه نه شي کولای او کیفیت نه شي تعینولای. همدا ډول موږ نه شو ویلای چې که د چاپېریالي روغتیا یا د روغتیايي قوانینو د ارزونې امران یا خپله رییسان غیر مسلکي خلک وي، پروا نه لري، نو چې داسې ده، کار څوک وکړي؟ "


نظري د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې له روغتیايي سېستم سره دې سیاسي چلند نه کوي او هڅه دې وکړي چې په دې ادارو کې مسلکي خلک پرېږدي چې خلکو ته په ښه ډول خدمتونه وړاندې کړي.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه چې ولې د عامې روغتیا ریاستونو په مسلکي بستونو کې ملایان ګومارل شوي، د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ملت د حساب ورکولو په اوونۍ کې ادعا کړې وه چې پخواني مسلکي کادرونه یې هم له ځان سره ساتلي دي.


د یادونې ده چې مخکې هم د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ستونزو راپورونه ورکړل شوي او ویل شوي و چې ټولو افغانانو ته روغتايي خدمتونو نه شي رسولای.


د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ د بودیجې د کمښت له امله د ۳۰ روغتونونو د تړل کېدو خبر هم ورکړی و چې ۹ میلیونه خلکو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.


د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو کمښت، په ښځو د طالبانو بندیزونه او له دې امله د ګڼو موسسو د فعالېتونو بندېدل او د روغتیا څانګې په اړوندو مسلکي بستونو کې د غیر مسلکي کسانو ګومارل لامل شوي چې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه ټکني شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *