د کلستر ماینونو ایتلاف: روسیه او اوکراین دې د خوشه یي ماینونو له کارولو لاس واخلي
د کلستر ماینونو ایتلاف (CMC) کمپاین ډلې، نن د سپتمبر په پنځمه د کلستر ماینونو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی ،چې په کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې په اتو هیوادونو کې د کلستر ماینونو د استعمال په نتیجه کې لږ تر لږه 1,172 کسانو ته چې ۹۵ سلنه یې ملکي وګړي دي، مرګ ژوبله اوښتې.
دغه هیوادونه اوکراین، آذربایجان، عراق ، لاوس، لبنان، میانمار، سوریه او یمنبلل شوي دي. دې ایتلاف ویلي ټول هغه هیوادونه چې دا وسلې یې نه دي منع کړي باید سمدستي دا کار وکړي اوزیاتوي، د دغو وسلو د دوامدار استعمال لپاره هیڅ توجیه نشته.
په ټولیز ډول ۱۱۲ هیوادونو د ۲۰۰۸ کال کنوانسیون تصویب کړی، چې د کلستر وسلو پرتولید او استعمال بندیزلګوي. روسیه، اوکراین او امریکا د دوی په مینځ کې نه دي.