Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران له یو نیم کال راهیسې یو سویډنی ډیپلومات بندي کړی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل تایید کړې، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی.


سویډن پرون په غیرمستقیم ډول په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور تایید کړ او ویې ویل چې یو سویډنی وګړی د تېرکال له اپريل میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی، خو ښاغلي بوریل نن نور وضاحت هم ورکړ او د دې ډيپلومات نوم او په اروپايي ټولنه کې د هغه دنده یې هم یاد کړل.


هغه نن د پرمختګ په اړه په یو غونډه کې د ګډون لپاره د اسپانیا کادیز Cadizښار ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل، ۳۳ کلن جان فلودیرُس Johan Floderusچې د اروپايي ټولنې لپاره یې کار کاوه له ۵۰۰ ورځو راهیسې په ایران کې په غیرقانوني ډول نیول شوی دی.


ښاغلي بوریل وویل، چې دی او د اروپايي ټولنې ټولې اړوندې ادارې د سویډن له حکومت سره په همغږۍ کې او د فلودیرس له کورنۍ سره یوځای د نوموړي ډيپلومات د خوشې کېدو لپاره نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ته دوام ورکوي.




نیویارک ټایمز پرون د لومړي ځل لپاره د فلوډیرس د نیولو خبر ورکړ او په یو راپور کې یې وویل، چې ایران د برمته نیونې د ډيپلوماسۍ له تاکتیک څخه د کار اخیستو په ترڅ کې نوموړی نیولی.


د راپور له مخې، سویډنی ډیپلومات د تېرکال په اپریل میاشت کې له خپلو ملګرو سره ایران ته د سفر پرمهال د تهران په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.


وروسته له دې چې د سویډن یوې محکمې په ۱۹۸۸کال کې د زرګونه مخالفانو د ډله ایزې وژنې په اړونده قضیه کې تېرکال یوه ایراني وګړي ته د عمري بند سزا واوروله، تهران په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې د جاسوسۍ په تور یې یو تن نیولی دی.


د ستوکهولم یوې محکمې حمید نوري له نړیوالو قوانینو په سرغړونه او قتل مجرم پېژندلی و.


د نړۍ ځینې هېوادونه ایران تورنوي، چې د برمته نیونې له ډیپلوماسۍ څخه کار اخلي او د ایراني بندیان د خوشې کولو په څېر د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره لویدیځ ډيپلوماتان بندي کوي.


په مې میاشت کې ایران د اولیور واندې کاستیلې Olivier Vandecasteele په نوم د یوې بلجیمۍ خیریه ټولنې ۴۲ کلن کارکوونکی چې د جاسوسۍ په تور یې نیولی و، له ۱۵ میاشتني بند وروسته له ایراني ډيپلومات اسدالله اسدي سره تبادله کړ.


اسدي په ایټالیا او پاریس کې د ایران د حکومت د مخالفانو له خوا په جوړو شویو لاریونونو کې د بمونو د الوزولو لپاره د پلان په جوړولو مجرم پېژندل شوی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *