Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو کړنې وغندلې

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په وروستیو کې د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو د خوشې کېدو هر کلی کوي، خو تر خوا یې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې غندي او د دوی په بند کې د پاتې خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا 'آی ایف جی' که څه هم د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو خوشې کېدل ستايي، خو وايي؛ لا هم ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي د خپل سرو نیونو، ځورونې او بریدونو سره مخ دي.


دې فدراسیون نن یوه اعلامیه کې لیکلي، روانه میاشت او د تېرې میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له زندانونو حبیب سراب، پرویز څرګند، محبوب حکیمي، عطاالله عمر، فقیرمحمد فقیرزي، جان‌اغا صالح، حسیب حسیس، وحیدالرحمان افغان‌مل او شمس‌الله عمري ازاد شول.


د خبریالانو نړیوال فدراسیون لیکي، دا خبریالان له بهرنیو رسنیو سره د کار کولو په تور نیول شوي وو.


د خبریالانو دې ملاتړي ادارې د طالبانو دا ډول خپلسرې نیول او زندان ته لېږل غندلي او ترې یې غوښتي چې د خبریالانو او د رسنیو له خپل‌سرې نیونې، توقیف او ځورولو لاس واخلي.




د خبریالانو نړیوال فدراسیون دا هم لیکلي چې اوس هم افغاني‌الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو په بند کې دی چې د دې ادارې له قوله، طالبانو د جاسوسۍ په تور تورن کړی او دوسیه یې محکمې ته وړاندې کړې ده.



'آی‌ ایف‌ جی' په خپله اعلامیه کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته د خبریالانو د بې‌وزلۍ، نېونې او ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه کوي چې د رسنیو د کار په اړه ستونزې دې د 'رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون' له لارې تعقیب شي.


ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو له زندانونو ازاد شویو خبریالانو سره خبرې وکړي، خو له دوی یو شمېر یې خبرو ته حاضر نه‌شول.


په ورته وخت کې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ اجراییوي رییس ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، وروستۍ یوه میاشت کې د خبریالانو خپلسرو نیونو د خبریالانو په روان منفي اغېز کړی او د اطلاع رسوونې بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی دی.


کریمي وویل: "اوس هم په دې ټینګار کوو چې مسوولان هغه خبریالان ازاد کړي چې زندان کې دي. که څوک د نیولو شویو خبریالانو په اړه کومه ادعا یا هم دلیل لري، کېږي چې رسنیو او خبریالانو سره یې شریک کړي. له دې پرته دې لومړیتوب ورکړل شي چې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو په اړه مسایل د 'رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون' له لارې وڅېړل شي. "


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو پوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلي، خو پوښتنه یې ځواب نه کړه.


واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو خپلسرې نیونې تر ډېره د طالبانو د استخباراتو له لوري شوي، خو دې ادارې د خبریالانو د نیونې په اړه هیڅ ډول معلومات رسنیو او خبریالانو سره نه‌دي شریک کړي.


د طالبانو د حکومت ویندویانو بیا تل ادعا کړې، چې خبریالان د خپلو رسنیزو کارو په تړاو نه دي نیول شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *