اوکرایني چارواکي: روسیې پر ادیسې بندري ښار د بېپیلوټه الوتکې برید کړی
اوکرایني چارواکي د تور سمندرګي په غاړه پر ادیسې بندري ښار د روسیې د ډرون الوتکې د برید خبر ورکوي او روسیې هم ویلي چې مسکو ته نږدې او دوو نورو سیمو کې یې ډرون الوتکې راغورځولې دي.
د اوکراین د ادیسه سیمې والي اولی کیپر نن وویل چې د روسیې د نن سهار په برید کې د ادیسه د سیمې په جنوب لوېدیځ د داریوب بندر په ایزمیل سیمه کې د غلو یوې سیلو او د اداري چارو ودانیو ته زیانونه اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې یو کس ټپي شوي دی.
په عین حال کې روسي رسنیو ویلي چې مسکو ته نږدې او په روستوف او بریانسک سیمو کې ډرون الوتکې راغورځول شوي دي.
د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې په دغه برید کې په روستوف ان ډون سیمه کې درې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د سیمې چارواکو دغه راز ویلي چې یو کس هغه مهال ټپي شو چې یوه ډرون الوتکه د ښار په مرکزې برخه کې راوغورځېده.