جلیل عباس جیلاني: د چترال نښتو کې د طالبانو حکومت لاس نه لري
![جلیل عباس جیلاني: د چترال نښتو کې د طالبانو حکومت لاس نه لري](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b732-08dbaf05a3f6_w800_h450.jpg)
محمد علي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې پر دویمه ورځ هم "له لیرې ځایونو څخه د راکټونو یا مارټرو مرمیو اوازونه" راځي خو په چترال ښار کې ارامي ده. دی وايي، د چترال ضلعې "ټول سړکونه خلاص دي او یوازې د کالاش د بمبورېت لاره تړلې" ده.