د اوکراین چارواکي: روسیې پر پلازمېنه کییف هوايي حملې کړي
د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې نن سهار هم پر پلازمېنه کییف هوايي حملې کړي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، په کییف او شاوخوا سیمو کې د دغو حملو پر مهال نږدې دوه ساعته د چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي، یو کس په پودیل تاریخي سیمه کې ټپي شوی او د ښار یوه پارک ته نږدې اور لګېدلی دی.
بلخوا د اوکراین پلیو ځواکونو اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي مدافعې دستګاه په ایران کې د ۳۲ جوړو شویو الوتکو له ډلې ۲۵ یې نسکورې کړي چې زیاتو دغو الوتکو د کییف بېلابېلې برخې په نښه کړې وې.
دغه بې پېلوټه الوتکې د روسیې له خوا توغول شوې وې.
د دغو ویشتل شویو الوتکو ټوټې د کییف ښار پر بېلابېلو برخو لګېدلې دي.