Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بللی

د طالبانو حکومت د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بللی دی.


داسې مهال چې د تورخم دروازه د پنځمې ورځې لپاره بنده ده، د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د ملامتیا پړه پر پاکستان اچولې او د تورخم دروازې بندول یې د ښه ګاونډیتوب خلاف ګام بللی دی.


دا اعلامیه چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خپره کړې په کې لیکل شوي: "د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو سربېره په زیات شمېر مسافر مېرمنې، سپین ږیري او ماشومان بند پاتې دي چې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي. "




په اعلامیه کې د دې یادونه هم شوې چې د تورخم دروازه پاکستاني حکومت وروسته تر دې وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې عسکرو په طالب ځواکونو د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د ترمیم پر مهال ډزې وکړې.


د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د 'حساس لېست' په پلمه په سلګونو کانټینرونو کې د افغان سوداګرو توکي درولي دي.


اعلامیه کې په واګه بندر کې د پاکستان پولیسو پوستې ته نږدې د افغان سوداګرو په انځرو بار د یوې لویې لارې د سوځول کېدو یادونه هم شوې چې له قوله یې، لوی تشویش او بې‌اعتمادي رامنځته کړې.


د طالبانو حکومت د تفاهم او ډیپلوماټیکو خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار کړی دی.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه رسنیو ته په استول شوي ویديويي پیغام کې ویلي: "په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود لپاره دې ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل لار ولټوي او اجازه ور نه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي."


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د جمعې په ورځ وویل، د ستونزې د حل لپاره خبرې پیل شوي.


هاخوا د طالبانو حکومت د ننګرهار والي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پنځمې ورځې لپاره هم د تورخم لاره بنده ده او له خلکو یې غوښتي چې تورخم ته له تلو راتلو ډډه وکړي.


په همدې حال کې دواړو لوریو ته بند پاتې کسان هم د تورخم لارې د ژر تر ژره پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.




په دوی کې د اتو خویندو د یوازېني ورور محمد یاسین هغه ۸ کلن ماشوم کورنۍ هم ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پښتونخوا کې وفات شوی او اوس یې جنازه افغانستان ته نه را پرېښودل کېږي.


د هغه د کورنۍ یو غړي وحیدالله ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته یې اجازه رانه کړه، سپین ږیري مو ور واستول، امبولانس مو یوړ، د ماشوم مور مې یوړه چې ور ته عذر وکړي، خو اجازه یې را نه کړه. بیا سپین ږیرو را ته وویل چې د ماشوم جنازه خرابېږي. موږ جنازه بېرته پېښور ته راوړه او اوس مو مرده‌خانه کې اېښې ده."


بل‌خوا بیا له ډیورنډ پورې غاړې لنډي کوتل کې د جمعې په ورځ خلکو لاریون کړی او ژر تر ژره یې د دې لارې د پرانستو غوښتنه وکړه.


نظیم ګل شینواری چې دې لاریون کې یې ګډون کړی وايي، په تورخم پوله باید د ستونزو له جوړولو ډډه وشي.


هغه وویل: "د حکومت او سوداګرو دواړو تاوان روان دی. د افغانستان له زموږ سره ډېر زیات مریضان او مړي پراته دي. د دوی لپاره دې هم رحم وکړي. "


په پاکستان نیوکه ده چې په لوی لاس له افغانستان سره په تړلو دروازو ستونزې جوړوي او غواړي له دې لارې خپلو سیاسي او نورو موخو ته ځان ورسوي، خو پاکستان بیا بر عکس افغان لوری د ستونزو په جوړولو تورنوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *