Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ّځینې پخواني افغان چارواکي او شنونکي: پاکستان د افغان نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی او یو شمېر سیاسي کارپوهان ادعا کوي چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.


د ملي امنیت پخوانی رییس او د ړنګ شوي جمهوري نظام د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی ادعا کوي چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یوه پلاوي کابل او کندهار ته سفرونه کړي او طالب چارواکو ته یې مشوره ورکړې چې که ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، د ده په خبره تباه به شي.




ستانکزي د کوم سند له وړاندې کولو پرته د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه جګپوړي غړي صلاح الدین ایوبي په مشرۍ د درې کسیز پلاوي دغه سفر افغانستان ته د اسلامي همکاري، د سازمان د پلاوي له سفر سره هم‌مهاله ترسره شوی او ډېره کړې يې ده چې، بايد د دې 'منافقتونو' مخه ونيول شي.


خو د پاکستان جمعیت علمای اسلام، دا ادعا رد کړې او ويلي چې دوى د نجونو د زده کړو مخالف نه دي


د جمعيت علمای اسلام وياند مولانا حافظ حمد الله د يادو ادعاو په اړه ازادي راډيو ته وويل دوى کله هم د طالبانو حکومت ته مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونه وتړئ.




هغه زیاته کړې: "جمعیت علمای اسلام پاکستان او ټوله نړۍ کې د ښځو د تعلیم ملاتړ کوي. افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د تعلیم د تعطیل مشوره نه‌ده ورکړې، بلکې د هغوی د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو سپارښتنه یې کړې ده."


مولانا فضل رحمان د جمعیت علمای پاکستان مشر دی چې د طالبانو د حکومت ملاتړی بلل کېږي او د طالبانو د "معنوي پلار" په نوم شهرت لري.


د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د زده‌کړو حق باید له هیچا نه واخیستل شي او ټینګار یې کړی چې د اسلامي لارښوونو سره سم زده‌کړه پر نارينه‌و او ښځينه‌و لازمي ده.


د دغه سازمان په اعلاميه کې، چې د وږي په شپږمه خپره شوې، راغلي چې د پوهنې سرپرست وزير مولوي حبيب الله اغا او د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم ورته په ځواب کې ويلي چې دوى پر ارزونو بوخت دي او کله چې د نجونو لپاره خوندي چاپیریال برابر شي، دوی ته به د زده‌کړو حق ورکړل شي.


په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، تر هغه چې پاکستان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړي، په دې برخه کې هڅې بې ګټې دي.


يو له دغو کارپوهانو احمد سعيدي ازادي راډيو سره خبرو کې داسې ادعا وکړه.




هغه وویل: "د اسلامي همکاریو د پلاوي سفر بې ګټې دی، ځکه چې پاکستان او د هغه هېواد دیني عالمان په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو پلويان دي، کله چې پاکستان د ښوونځیو د خلاصولو امر وکړي، هغه وخت امکان لري."


بل سیاسي کارپوه ډاکټر صلاح الدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو مشرتابه وېره لري چې نجونو ته د زده‌کړو په اجازه ورکولو سره به په پاکستان کې د خپلو یو شمېر پلویانو ملاتړ له لاسه ورکړي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هغه څه چې د طالبانو حکومت له منبر څخه وايي، دا هماغه منبر چې په پاکستان کې د طالبانو او د هغوی د متحدینو پر ذهن او فکر حاکم دی، هغه څوک چې د جمهوري ریاست په نسکورېدو کې یې مستقیمه ونډه درلوده، له نظري پلوه، ایا د طالبانو مشرتابه به په ورته عمل سره خپل ملاتړ له لاسه ورکړي؟ او د طالبانو رهبري له هغوی وېره لري."


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دې ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند د مرستیال بلال کریمي نظر هم واخلي، خو بریالی نه‌شو.


دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې تېر کال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ادعا کړې وه چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې د پاکستان په امر بندې شوې دي.


په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيله تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه‌لري او د تېر کال له ډسمبر مياشتې راهيسې پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ هم بنديز لګېدلی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *