Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان مېرمنو د نه خوړلو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسېد

په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان مېرمنو د نه خوړلو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسېد، چې یو شمېر یې له روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.


د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زرياب پریاني خور زرمينه پریاني وايي چې تېره شپه د نه خوړو اعتصاب له امله د تمنا پریاني روغتيايي حالت خراب شو او روغتون ته ورسول شوه، خو په خبره یې د يکشنبې په ورځ بېرته د جرمني په کولن ښار کې د تحصن خېمې ته ستنه شوه.


زرمینې پریاني، چې په دې اعتصاب کې له خپلې خور سره مله ده، ازادي راډیو ته یې وویل، سره له دې چې ډاکترانو د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په پای ته رسولو ټینګار کړی، خو هغې بیا هم خپل اعتصاب ته دوام ورکړی.


هغې زیاته کړه: "تر څو پورې چې د تمنا غوښتنې وانه‌ورېدل شي خپل اعتصاب نه ختموي. ډاکترانو وویل چې باید تر درې ورځو بستر وي او له هغې وروسته هم باید کور ته ولاړه شي، خو تمنا وویل چې زه دا کار نه شم کولای او هغوی چې د خیمې لاندې دي، هغوی یواځې نه پرېږدم او خپل اعتصاب نه ختموم. له روغتون څخه موږ خپلې د تحصن خیمې ته راغلو."


د زرمينې پریاني په خبره، اته تنه له تمنا پریاني سره د تحصن په خیمه کې پراته دي او روغتيايي حالت يې هم ښه نه دى.




د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي چې په پاکستان کې یې له یو شمېر نورو ښځو سره د تمنا زریاب پریاني په ملاتړ د نه خوړلو اعتصاب کړی وايي، که څه هم د هغې روغتیايي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، خو تر هغه وخت به خپل اعتصاب پای ته ونه‌رسوي چې غوښتنې یې‌ ونه‌منل شي.


هغې ازادي راډیو ته وویل: "نن زمونږ د نه خوړلو اعتصاب شپږمه ورځ ده او لا هم مونږ په خپلو پرېکړو ولاړې یو او تر هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان، د سیمې او نړۍ هېوادونه او همدا راز هغه کسان چې ځان د بشري حقونو ملاتړ کوونکي بولي، زمونږ غوښتنو ته پاملرنه ونه‌کړي نو له دغه اعتصابه لاس نه اخلو."


خو مينه رفيق چې دې هم له شپږو ورځو راهيسې د ناروې په اوسلو ښار کې خپل اعتصاب پيل کړى، وايي چې په دغه ښار کې د اعتصاب د ترسره کولو له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده.


هغې وویل: "تر دولسمې نېټې مې اجازه اخیستې، خو د اوسلو دولت د دې اجازه رانه‌کړه چې خیمه ووهم او یا د پارلمان مخ ته کېنم. ما څو ځلې خپل ځای بدل کړی، خو د ناروې خلکو او درې ګوندونو، سور ګوند، شین ګند او ښي ګوند زموږ ملاتړ وکړ. زما په اند یوه لاسته راوړنه لرو."


هغه له افغانانو غواړي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره سره همغږي شي.


د دغو معترضو ښځو اعتصاب چې د ختم نېټه یې د سپټمبر ۱۲مه ویل شوې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو، د طالبانو حکومت پر چارواکو د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بندیزونو د لګولو او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو په موخه ترسره شوی دی.


خو نړیوالې ټولنې او طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.


که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي دي، خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو، د طالبانو لخوا د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه، د افغان ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه بللې ده.


په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، د بشري حقونو او پراختیا لپاره اسیايي مجمع او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایي مشرې سیما باهوس هم د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو چلند جنسیتي توپیر بللی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *