Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د ښیښې تر ټولو چټک وده کوونکی هېواد دی

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر یا 'یو این او ډي سي' وايي، افغانستان په نړۍ کې د میتامفیتامین یا ښیښې تر ټولو چټک وده کوونکی هېواد دی.


په افغانستان کې د میتامفیتامین یا ښیښې تولید د ودې په حال کې دی.


د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ په خپل یو تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت راپدېخوا د نشه یې توکو له تولید، قاچاق او د کوکنارو له کښت سره مبارزه اعلان کړی، خو د دوی د معلوماتو له مخې د ښيښې تولید په افغانستان کې د ودې په حال کې دی.


د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د ښيښى ترڅنګ تریاک او هیرویین هم په پراخه کچه تولیدېږي، خو طالبانو بیا تل دغه ډول راپورونه رد کړي دي.


یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د ښيښې تولید د روغتیا ترڅنګ د افغانستان او نړۍ د امنيت لپاره یو جدي ګواښ دی او نږدې راتلونکې کې به د دغه نشه یې توکي بازار په افغانستان کې ګرم شي.


په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې دننه په کلني ډول د ښیښې تولید په ۲۰۱۹کې له ۱۰۰کیلوګرامه و چې ارزښت یې ۲۲۰پونډه و، خو په ۲۰۲۱ کې نږدې ۲۷۰۰ کیلوګرامه ته لوړه شوی چې شپږ زره پونډه کېږي کېږي او دا زیاتوالی ښي.


د 'یو این او ډي سي' د څېړنې څانګې مشره 'انګیلا مې' د دغه راپور په اړه اسوشېټېټډپرېس ته ویلي چې د ښیښې تولید په افغانستان کې په ډېری اسانۍ سره کېږي او ښیښه تر ډېره ومان بوټي څخه چې د غرونو له لمنو او دښتو څخه لاسته راځي، استخراج کېدلای شي.


هغه معلومات چې د ومان بوټي په اړه ازادی راډیو تر لاسه کړي د دغې بوټي د پروسس په پايله کې سپين رنګه ماده لاس ته راځي چې کیمياوي نوم يې ايفيډرین دی، د ايفیډرین په مرسته د لوړ کيفيت ښیښه توليدېږي او په نړیوالو بازارونو کې د دې ډول ښیښې غوښتنه مخ پر ډېرېدو ده.


په افغانستان کې د ښیښې تولید په اړه بیا د تېر جمهور نظام له نشه توکو سره د مبارزې معینیت د سروې مشر نجیب الله احمدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو دغه راپور له واقیعت سره نږدې بولي.


هغه وايي، د ښیښې د تولید لپاره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.


هغه وویل: "صنعتي نشه یي توکي د ودې په حال کې دي او ټاکل شوې چې ښیښه یا هم میتامفیتامین د کوکنارو او تاریاکو ځای د افغانستان په لوېدیځ، ختیځ او همداراز په شمال کې ونیسي ځکه لېوالتیا ورته ډېره ده."


د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښیښې او ومان بوټي په اړه د ځینو اقداماتو خبره کړې وه.


هغه معلومات چې دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه خپاره کړي دوی یوازې سږکال د اسد په میاشت کې په کابل، کندهار، روزګان، هلمند، فراه، غور او بادغيس ولایتونو کې د ومان د پروسس ۲۱ کارخانې ويجاړې کړي او له دې سره په خوا کې یې په همدغه میاشت کې ۴۲۶ کيلوګرامه ښیښه هم نيولې ده.


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې ۲۰کيلوګرامه ښیښه ونيول شوه چې د ټوخي د شربتونو په مرسته جوړه شوي وو، خو هر څومره چې په افغانستان کې د ښیښې په جوړولو کې د ومان بوټي استعمال ډېرېږي، په هماغه اندازه د ښیښې توليد هم ورځ په ورځ ورسره ډېرېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *