Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان قلم ټولنې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

د افغان قلم ټولنې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.


په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو دوه کاله وروسته د افغانستان قلم ټولنې د جرمني، ناروې، سوېډن، سویس او فرانسې په ګډون په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د دفترونو په جوړولو سره خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.


د افغانستان د قلم ټولنې مسوولان چې د قلم د نړيوالې ټولنې غړي دي، وايي، د دوى موخه په اروپايي هېوادونو کې مېشتو شاعرانو او ليکوالو ته د فرهنګي زمينې برابرول دي.


د دې ټولنې د جرمني څانګې مشر غفور ابرام ازادي راډيو ته وویل، دا اداره به ډېر ژر د 'پل' په نوم یوه مجله خپره کړي، چې په اروپا کې د مېشتو افغان شاعرانو او لیکوالانو شعرونه او لیکنې به په‌کې شاملې وي.


هغه زیاته کړه: "پن افغانستان د اروپا په مختلفو ښارونو کې د افغان قلم څانګې فعالې کړي او دغه دفترونه د جرمني د شاعرانو او لیکوالو او د افغان شاعرانو او لیکوالو تر منځ چې دلته راغلي دي، د پیوستون لپاره زمینه برابروي، له نېکه‌مرغه موږ وکولای شو چې د 'پل' په نوم یوه مجله جوړه کړو. موږ له هغو شاعرانو او لیکوالانو سره چې په دې وروستیو کې جرمني ته کډوال شوي د شته ننګونو او فرصتونو په اړه مرکې کړي دي. د دوی شعرونه به په ازبکي، پښتو، فارسي او بیا په الماني ژبو وژباړل شي او په دوو میاشتو کې به دغه مجله چاپ شي."


په ورته وخت کې په اروپايي هېوادونو کې مېشت افغان شاعران او لیکوالان د افغانستان د قلم ټولنې د فعالیتونو د بیا پیل هرکلی کوي او د يادې مجلې راپیلول یو اغېزناک ګام بولي.


یو له دغو شاعرانو وحید رفیعي ازادي راډيو ته وویل: "هر هغه فرهنګي حرکت چې د هېواد د هنرمندانو او فرهنګيانو د يووالي لپاره کې ترسره کېږي، د ستاينې وړ دى د پل مجلې پیلول د یووالي په لور یو مثبت ګام دی او په ورته وخت کې د هېواد د هورو ورو د هنرمندانو د هنري اثارو د اوبلو لپاره یوه ښه هڅه ده."


په ورته وخت کې يو بل افغان ليکوال محمد انور وفا سمندر په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان قلم ټولنې د فعاليت پيل يو مثبت ګام بولي او وايي، هيله لري چې دغه ټولنه په رښتيني ډول د افغان شعر او ادب د ودې لپاره کار وکړي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "له یوې مودې چوپتیا وروسته خبر شوم چې د جرمني په یوه ښار کې د قلم ټولنې خپله څانګه جوړه کړې ده، په دې هیله چې یوه ورځ د قلم ټولنه د قلم په لاس افغانانو لپاره ریښتیني پل شي."


د افغانستان د قلم ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې د قلم د نړیوالې ټولنې په همکارۍ جوړه شوه چې دفتر یې په ناروې کې دی.


د دې ټولنې مالي ملاتړ د ناروې هېواد له‌خوا کېږي.


د افغان قلم ټولنې مسوولین وايي، دې ټولنې د هغو شاعرانو د اثارو یوه برخه چې په افغانستان کې یې مخ کتنه کړې وه اروپا ته لېږدولې ده او دا ثار یې د جرمني د هامبورګ ښار په کتابتون کې یې ځای پر ځای کړې ده.


د افغان قلم ټولنې د مسوولانو په وینا، د دې ټولنې دفترونه په امریکا او انګلستان کې فعال شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *