یان ایګلنډ: یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزې نه شي هوارولی
یان ایګلنډ تېره ورځ ناوخته په خپله ټولینزه شبکه ایکس کې کښلي چې د افغانستان وګړي اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
هغه ویلي، د ښځینه کارکوونکو په ګډون یې د شورا کارکوونکو په افغانستان کې ښځو او نارینهوو ته مستقیماً مرستې رسولي دي.
ایګلنډ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو دې شورا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې په سلګونو زره زیانګالو خلکو ته مرستې رسولي دي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس همدارنګه وویل چې د مرستندویو ادارو او سازمانونو مسوولانو پرون چهارشنبې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې په دې هېواد کې د روان ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.