د لیبیا په درنه ښار کې د توپان له کبله سېلابونو ناورین رامنځته کړی
د لیبیا چارواکو په دې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره اعلان کړی دی.د درنې ښار اوسېدونکو تېره ورځ د خپلو ورکو شویو خپلوانو لټون کاوه.په دې سېلابونو کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او وېره ده چې له دې به هم زیات شي.په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو.د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.