پاکستان کې بمي چاودنه؛ د پخواني سناتور حافظ حمدالله په ګډون ۸ کسان ژوبل شوي
حافظ حمدالله د جمعیت علمای اسلام 'ف' ګوند لوړپوړی غړی دی.
د مستونګ پولیسو په بیان کې ویلي چې د حافظ حمدالله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې د چوټو پوستې په سیمه کې د چاودنې هدف وګرځېد.
د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی زیاتوي چې د حافظ حمدالله روغتیايي حالت له خطره بهر دی او تر لومړنیو طبي مرستو وروسته کوټې ته لېږدول شوی دی.
پولیس وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم، خو زیاتوي چې سرتېرو یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.
د مستونګ د چاودنې مسوولیت لا چا نه ده منلی.