Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایګلنډ: د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د بهرنیو ډیپلوماتانو ستنېدو ته اړتیا ده

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اصولو او د بشري حقونو له مبارزې سره د مرستې لپاره د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بېرته ستنېدو ته اړتیا ده.


د بشري حقونو د وضعیت له خرابېدو او له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو سره د مرستې لپاره افغانستان ته د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بیرته ستنېدو ته اړتیا ده.


یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ګډې ونډې ته اړتیا لري.


د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ په افغانستان کې بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی بللی او لیکلي یې دي چې یوازې بېړنۍ مرستې نه شي کولای اوږدمهاله اړتیاوې حل کړي او مرسته کوونکي باید د دې هېواد د پراختیا په برخه کې دوامداره مالي تمویل او مرستو ته ژمن وي.




د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هېوادونو له افغانستانه د خپلو ډیپلوماتانو د ویستلو ترڅنګ په دې هېواد کې خپلې سیاسي استازولۍ هم وتړلې.


خو په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو حکومت تل د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتنه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او سیاسي اړیکې ورسره پیل کړي.


دا په داسې حال کې ده چې چین په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي هېواد په توګه د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول خپل سفیر د طالبانو حکومت ته وپېژانده.


د طالبانو حکومت ویلي چې د ژاو شینګ ټاکل د نورو هېوادونو لپاره د دوی له حکومت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره یوه بېلګه ده.


د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د بهرنیو ډیپلوماتانو حضور د بشري مرستو د څارنې او رسولو بهیر ښه کولای شي، خو ټینګار کوي چې طالبان به هم د دغو ډیپلوماتانو له شتون څخه د خپل حکومت د مشروعیت په ګټه کار واخلي.


د سیاسي چارو پوه او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل: "بې له شکه د ډیپلوماتانو موجودیت به د هغوی د وړاندې کولو طریقې وڅېړي او مونږ به موثق معلومات تر لاسه کړو، خو له بل پلوه طالبان به فکر وکړي چې د ډیپلوماتانو شتون د هغوی په رسمیت پېژندلو په معنا دی او وایي به حکومت یې مشروعیت لري چې ورځ تر بلې د ډیپلوماتانو حضور ډېرېږي."


یو بل سیاسي کارپوه طارق فرهادي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل چې طالبان باید د ښځو حقونو ته په درناوي او د وضعیت په بدلون سره افغانستان ته د نړۍ د راستنېدو د تمایل لپاره زمینه برابره کړي.


هغه وویل: "د نړۍ ډیپلوماتان په قطر کې له طالبانو سره اړيکې لري، هلته هر هېواد ډیپلوماتیک استازي لري او هر وخت چې وغواړي طالبان راغوښتلی شي او له کابل څخه هر کله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ځي، خو طالبان باید خپله ځان بدل کړي، د افغانستان وضعیت دې د ښځو لپاره ښه کړي او هغوی ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي تر څو نړۍ بېرته افغانستان ته میل پیدا کړي."


که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو دوه کلونو کې ښځې د تعلیم، کار او ټولنیزو فعالیتونو له حقونو بې برخې کړي، خو تل یې ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت 'هغه چې دوی ورته ځانګړی تعریف لري' په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.


د نړۍ ډېری هېوادونه له طالبانو سره ډېرې کمې اړیکي لري او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو رعایتولو او د یوه ټولشموله حکومت په رامنځته کولو مشروطه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د موندنو له مخې افغانستان له بې‌ساري بشري ناورین سره مخ دی او اوسمهال په دغه هېواد کې ۲۹،۲ میلیون وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *