طالبانو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه او پر ځای يې کمېسيون جوړ کړی
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د بنسټونو د لغوه کېدو په دوام، تازه د د لوړو زدهکړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه کړې ده.
هغه مکتوب چې دغه وزارت خپور کړی او ازادي راډيو ترلاسه کړی، پهکې ليکل شوي: "وروسته تر دې د لوړو زدهکړو وزارت تر چوکاټ لاندې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي مؤسسو په نوم، اتحاديه وجود نهلري."
خو د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د يادې ټولنې پر ځای د دغه وزارت د کيفيت د تضمين او لوړاوي رياست په مشرۍ د يو ګډ حمايوي کمېسون د جوړولو خبر ورکړی چې په کې به له هر زون څخه د خصوصي پوهنتونونو يو استازی او له مرکز کابل څخه څلور استازي ګډون ولري.
دا چې ولې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه لغوه شوې او پر ځای يې حمايوي کمېسيون جوړ شوی، د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت وياند احمد ضيا هاشمي په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نهکړې.
د خصوصي پوهنتونونو او د تحصيلي موسسو د ټولنې وياند محمد کريم ناصري هم وايي، دوی ته تر اوسه د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت د ټولنې د لغوه کېدو په اړه کوم دليل نهدی وړاندې کړی.
نوموړی وايي، يادې اتحايه کې اوس هم تر ۱۱۰ ډېر خصوصي پوهنتونونه او تحصيلي موسسې غړيتوب لري.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "اتحاديه ګڼې لاسته راوړنې لري، تقريباً د قوانین په اصلاح او تعديل، همدا راز د پوهنتونو د عدالت غوښتې په برخه کې، مالي برخو کې، دغه شان د ټولو پوهنتونونو او په ټوله کې د ټول حکومت ترمنځ د پُل حيثيت يې درلوده، ټولې غونډې چې د پوهنتونونو په کچه کېدلې همدغې اتحاديې مديريت کولې."
نوموړی زیاتو چې د ټولنه په ټوله معنا د حق غوښتنې، عدالت غوښتنې يوه لوی مرجع وه او په ډېر جرئت يې په ملي او محلي ستیجونو د خصوصي تحصيلي سکټور استازیتوب کاوه.
خو د خصوصي پوهنتونونو مسوولان د دغه اقدام په اړه ویشلي نظرونه لري.
د هېواد په نوم د تحصيلي او تعليمي شبکې عمومي ریيس عطامحمد هلواک د نوي جوړي شوي کمېسيون اقدام ښه بولي زیاتوي، د خصوصي پوهنتونو ټولنې کوم څرګند فعاليت نه درلود، نو له همدې امله لغوه شوې.
نوموړي ازادي رادیو ته وویل: "که چېرې د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې تېر مزل وڅېړو، نو دا به جوته شي چې اتحاديې د خصوصي پوهنتونونو لپاره نه کوم ځانګړی کار ترسره کړی او نه هم کومه ځانګړې لاسته راوړنه يې درلوده. په ټوله کې ويلی شم چې تر ننه اتحاديه د خصوصي پوهنتونونو په ګټه نه ده تمامه شوې. د لوړو زدهکړو وزارت له ادرسه د يو ګډ کمېسيون جوړېدل اغېزمن او نوښتګر ګام ګڼلی شم."
خو د ځينو خصوصي پوهنتونونو مسوولان د یادې ټولنې لغوه کول او پر ځای يې د يو ګډ کمېسيون رامنځته کول سم نه بولي.
د مورا خصوصي پوهنتون ریيس ډاکتر عزيزالله امیر وايي، د خصوصي پوهنتونونو ټولنه نه يوازې دا چې پوهنتونو لپاره مؤثره وه، بلکې په خبره یې وزارت سره هم همکاره وه.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "وزارت که چېرته اتحاديه نه وي نو مجبوره دی چې هر پوهنتون سره جلا جلا اړيکه ونيسي، هر پوهنتون ته جدا جدا مراجعه وکړي، هر پوهنتون جدا جدا راوغواړي خپلو مکتوبونو په اړه تفاهم ورسره وکړي او دا د وزارت په توان کې نهده. دې اتحاديې د وزارت لپاره د يوې مټې رول لوباوه او ټولو پوهنتونو سره د ارتباط يوه بهترينه ذريعه وه د وزارت لپاره. اما متاسفانه اوس بلکل حالات داسې روان دي چې سړی نهپوهېږي دې کې هدف څه شی دی او ولې داسې کارونه کېږي چې جانب مقابل غواړي خفه کړي."
د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي موسسو ټولنه په ۱۳۹۱ل کال کې رامنځته شوه چې لومړی پهکې ټولو ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونو غړيتوب درلود، خو د ټولنې د مسوولانو په وينا، وروسته ۱۸ پوهنتونونه له يادې اتحاديې وووتل او پاتې نور ټول له دوی سره غړي وو.
د یادونې ده چې طالبانو حکومت تر دې مخکې هم ځينې دولتي ادارې او رياستونه لغوه کړي او پر ځای يې نوې ادارې رامنځته کړې دي.