Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګوټېرېش: په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله د ملګرو ملتونو بنسټیزه اندېښنه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی بنسټیزه اندېښنه ده.


د ملګرو ملتونو عمومي ناسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیلېږي او ۸ ورځې دوام وکړي.


د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وايي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونه موضوع به د دې ناستې په اجنډا کې شامله وي.


انټونيو ګوټېرېش، چې پرون یې په نیویارک کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د افغان ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی یوه اساسي اندېښنه ده.


په همدې حال کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې او محصلانې وايي چې که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان په تېرو دوه کلونو کې د ښځو د حقونو لپاره داسې څه نه دي چې د افغان ښځو په ژوند کې اساسي بدلون راشي، خو دوی بیا هم تمه لري چې دا سازمان د افغان ښځو د ژوند په ښه کېدو او د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې اساسي رول ولوبوي.




د ښځو د حقونو یوه فعاله شګوفې عرفان ازادي راډيو ته وویل: "اوس هم ناوخته ده، که ملګرو ملتونو وغواړي په راتلونکې ناسته کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او برخلیک د اجنډا د مهمه موضوع وټاکي، جدي کار ورته وکړي او د افغانستان په اوسني حکومت فشار راوړي او ټينګار پرې وکړي چې نجونو او ښځو ته حق ورکړي."


د یوه دولتي پوهنتون محصله لېمه چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ وروسته زده کړو منع شوې، له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانو غواړي چې د افغان ښځو د ژوند د بدلون او د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره اساسي هڅې وکړي.


هغې وویل: "زموږ غوښتنه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو او ښکېلو هېوادونو څخه دا ده چې دوی صادقانه هڅې وکړي او په معمومي څرګندونو ځان خلاص نه کړي، ځکه دا یوې ورځې خبره نه ده، له تېرو دوه کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې له کار، زده کړو او له خپلو ډېرو لومړنیو حقونو څخه محرومې شوې دي."


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په ۵۴مه غونډه کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو بلل شوی وو.




په دې غونډه کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په سرغړونې تورن کړ او وې ویل چې دې وضعيت د ميليونونو افغان ښځو، نارينه‌وو، نجونو او هلکانو ژوند اغېزمن کړى دى.




د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافېرې کرن ډیکر هم تېره ورځ له ازادي راډیو سره په ځانکړې مرکه کې وویل، د ټولو هغو فرمامونو او پرېکړو چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه یې محدود کړي، مسوول یې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دی.




که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو او ویاندویانو یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او نورو مسوولانو خبرو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ورته څرګندونې رد کړې وې او ادعا یې کړې وه چې دوی ټولو افغانانو ته خپل حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورکړي دي.


طالبانو په خپله دوه کلنه واکمنۍ کې په پرله‌پسې ډول په افغان نجونو او ښځو د زده کړو، کار او په نورو ټولنیزو فعالېتونو محدودیتونه ولګول.


که څه هم طالبانو تل ویلي چې دا محدودېتونه یې لنډمهالي دي، خو له دوه کلونو تېرېدو وروسته دا محدودېتونه سره له دې چې کم شوي نه دي، لا ډېر شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *