افریقايي او اسیايي مارکېټونو ته د غلو د لېږد لپاره دوه کښتۍ اوکراین ته رسېدلي
د اوکراین بندري چارواکي وايي، دوې باروړونکې کښتۍ پرون دغه هېواد ته ورسېدې، چې له لنډمهاله دهلیز په استفاده د تور سمندرګي بندرونو ته لاړې شي او له هغه ځایه افریقايي او اسیايي مارکېټونو ته غله جات بار کړي.
اوکراین تېره میاشت په تور سمندرګي کې د یوه بشري دهلیز د پرانیستلو اعلان وکړ چې د دې سمندرګي په بندرونو کې راګیرو پاتې شویو کښتیو ته د تګ زمینه برابره شي.
دغه کښتۍ د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې، بندې پاتې شوي دي.
بل هدف د اوکراین د غله جاتو د صادراتو له یوې موافقې د روسیې تر وتلو وروسته د غله جاتو په صادراتو کې د راغلي ځنډ او خنډ ماتول دي.
تر اوسه له اودیسه بندر څخه پنځه کښتۍ له دغه ایجاد شوي دهلیز په استفاده روانې شوي دي.