پاکستان: بلوچستان کې د میلادالنبي پر مراسمو چاودنې تر ۵۰ زیات کسان ووژل
په مستونګ کې روغتیايي مسوول ډاکټر رشید محمدزي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، د مړو شمېر ۵۲ او د ټپیانو ۵۵ ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي وو ،چې د مړو او ټپیانو شمېر په زیاتېدو دی. مستونګ د بلوچستان د مرکز کوټې په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.
تر اوسه چا د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
تحریک طالبان پاکستان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې چاودنه کې دوی لاس نه لري.
په وروستیو کې په بلوچستان کې دا ډول چاودنې او نور بریدونه زیات شوي دي.
روانه میاشت په مستونګ کې په یوه بل بمي برید کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.