Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله: د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه " په اسلام کې د ښځو رول" په نوم غونډه جوړوو

 د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه " په اسلام کې د ښځو رول" په نوم د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.


امینې محمد دا خبره په يوې خبري ناسته کې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وکړه ويې ويل، چې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دى.


اغلې محمد د افغان ښځو د تعلیم او کار د حقونو د تضمین لپاره د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:


" په اسلام کې د ښځو د رول په اړه به غونډه جوړېږي او د افغانو ښځو د وضعيت د ښه والي په برخه کې به ځینې دا مسایل وڅیړل شي، تاسو پوهېږئ چې د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې افغانستان ته یو پلاوی استولی، نو ځکه موږ فکر کوو چې د افانستان ګاونډیان هم دې مسلې په اړه خپل فشارونه ډېر کړي هغوى د نړيوالې ټولنې برخه دي او باید فشار راوړي څو ډاډمن شي چې افغانستان کې ښځو ته حقونه بېرته ورکول کېږي ."


اغلې محمد د غونډې د نېټې، ځای او څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل .




په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې رئیس ډینس فرانسیس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز له سره غور وکړي.


هغه وويل:


"زه له افغان چارواکو څخه غوښتنه کوم چې پر دې تګلارې له سره غور وکړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړ شي او زده کړې وکړي، ترڅو د خپلې ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي."


"په اسلام کې د ښځو رول" غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې یو شمېر افغان فعالانې وايي، طالبان باید په دې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او قوانینو زده کړي.


د ښځو د حقونو یوې فعالې نازې نوري ازادي راډیو ته وویل:


"خدای دې وکړي، چې په دې غونډه کې طالبان هم حضور ولري، څو د نورو اسلامي هېوادونو استازي د خپلو تجربو او د ښځو لپاره د جوړ شويو قوانینو په اړه دوی ته ووايي. د طالبانو له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په دې ناسته کې د نورو هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړي."


دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا وویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو وپوښتل شي.


که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو د دغو چارواکو د څرګندونو او د يادې غونډې د ترسره کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تل يې ويلي چې د اسلام په چوکاټ کې يې د ښځو حقونه ټینګ کړي.


طالبان داسې مهال دا ادعا کوي، چې له کار او زده کړو د ښځو د منع کولو ترڅنګ دوی تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او ښځینه حمامونو ته د تګ په ګډون له خپلو ټولو ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي حقونو بې برخې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *