Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د کابل واکمنو د ټي ټي پي د ۲۰۰ غړو د نیولو خبر راکړی، که پاکستانیان وي، را ودې سپاري

 په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تازه یو وار بیا په افغانستان د بهرنیو جنګیالیو موجودیت رد کړ او وې ویل هیچاته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي؛ په پاکستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د یو شمېر غړو د نیولو راپورونه تایید کړل.


جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د طالبانو حکومت په کابل کې پاکستاني پلاوي ته د دغه وسله والو د نیولو خبر ورکړی دی.


نوموړي د دې سوال په ځواب کې چې ایا د طالبانو د حکومت له لوري د تحریک طالبان پاکستان ټي تي پي د ۲۰۰ غړو د نیولو خبر تاييدوي؟ که هو، نو ایا اسلام اباد به له طالبانو نه د دغه نیول شویو وسله والو د سپارلو غوښتنه وکړي؟


وویل:


"د هغوی د نیول کېدو په اړه هماغه ډول چې له هغوی یانې [ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ] سره مو وروستۍ ناسته درلوده، چې په کې غالباً هغوی خبر ورکړو ،نو په دې اساس که هغوی د افغانستان اتباع وي نو موږ به له هغوی ونه غواړو خو که زموږ وي نو موږ به یې ترې وغواړو، چې دوی باید موږ ته وسپاري او د قانون پر بنسټ مجازات شي، دا زموږ دریځ دی."




د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشري پلاوي د روانې سپټمبر په ۲۱ مه کابل ته سفر کړی وو او هلته یې د یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي وو.


که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د نیولو شویو پاکستاني طالبانو د شمېر په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو له دې مخکې د امریکا غږ انګلیسي څانګې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو ۲۰۰ غړي په پاکستان کې په وسله والو حملو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.


د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د یوې غونډې پر مهال یو وار بیا په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو موجودیت رد کړ او وې ویل، دوی اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو پرضد استعمال شي.


د پاکستاني طالبانو تحریک [ ټي ټي پي ] هم تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو د دغه وسله والې ډلې یو قومندان چې له رسنیو سره د خبرو کولو صلاحیت نه لري او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته تایید کړې چې په وروستیو کې د دوی اویا وسله وال د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوي دي.


په همدې حال کې د سیاسي مسایلو یو پوه سیمع یوسفزی د تحریک طآلبان پاکستان د دوه سوه غړو د نیولو په اړه د پاکستان څرګندونې یو طرفه او پر افغان طالبانو د فشار د راوړلو په خاطر بولي.


هغه ازادي راډيو ته وویل:


" د پاکستان تګلاره همدا ده چې د پاکستاني طالبانو د تحریک له لارې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تر ممکن حده فشار راوړي، له همدې امله دا څرګندونې چې ګواکې د دې ډلې ۲۰۰ غړي په افغانستان کې نیول شوي دي،دا خبر د پاکستاني حکومت د مطبوعاتو له لوري رسنیو ته ورکړل شو او اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې اړه خبر ورکړ. "




 دا په داسې حال ده چې د روانې سپټمبر میشاتئ په ۶ مه د ډریورنډ کرښې په اوږدو کې په چترال کې سلګونه وسله والو پر دوه پاکستاني امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په کې ۴ پاکستاني سرتیري او ۱۲ حمله کوونکي ووژل شول.


تحریک طالبان پاکستان د دې حملې مسولیت ومنلو.


له دې حملې وروسته د پاکستاني چارواکو غبرګونونه زیات شول او ادعا یې وکړه، چې پآکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي، هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت تل رد کړي دي.


خو په پاکستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر عباس جیلاني یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان د خپل حاکمیت او امنیت ساتلو لپاره د اقدام کولو ټول انتخابونه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *