Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ تشدد ځپلي افغانان یې د محرومیت څه کیسې لري، حاکم وضعیت څنګه دی؟

د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ تشدد ځپلي افغانان یې د محرومیت څه کیسې لري، حاکم وضعیت څنګه دی؟

نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده، چې د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي د زوکړې په مناسبت نومول شوې ده.

دا ورځ هر کال د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د سولې د ترویج په موخه نمانځل کیږي.

خو یو شمیر افغانان وایي، چې سیاسي-پوځي تاوتریخوالی لا هم له دوی قرباني اخلي.

دا هم د یوې تشدد ځپلۍ مېرمنې خبره، چې د خپل ژوند ترېخ داستان په یوه جمله کې کوي او وایي:

 "یو یې درې کلن و، اصلاً خپل پلار یې په یاد نه و چې پلار یې څوک دی، هر چا ته به یې پلار ویل."

دا هغه ځوانه ښځه ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱ کونډه شوې ده.

هغه دوه ما شومان لري یو ۳ کلن او بل ۶ کلن.

ویې نه غوښتل چې په راپور کې یې د امنیتي ستونزو له امله نوم واخیستل شي، خو ادعا کوي چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو څو ورځې وروسته د دې مېړه وواژه.

د دغې مېرمنې په خبره، مېړه يې د کونړ ولايت په پوځي روغتون کې ډاکټر و او د جمهوري نظام د سقوط پر مهال کورته په رخصتۍ راغلی و، چې د رخصتۍ تر خلاصېدو ورسته بېرته خپلې دندې ته ستون شو.

دا زیاتوي، طالبانو هغه دندې ته تر ستنېدو دوه ورځې وروسته له یو بل کس سره، د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ته د جاسوسۍ په تور ووژل.

دا مېرمن وايي، دوی څو ورځې ورسته خبر شول، هغه مهال چې خاوند یې خلکو خښ کړی و.

"په څېړنو او پلټنو کې دا وموندل شوه چې دوی ډاکټر صاحب فدا یې محمد اشرف غني ته د جاسوسۍ په تور شهید کړی، که مو په یاد وي، په ټولنیزو پاڼو کې، په خبري پاڼو کې دا خبر خپور شو، چې په کونړ کې یې د اشرف غني دوه جاسوسان ووژل، چې د دوی کوم عکس نه و یوازې د دوه تنوو عکسونه و."

دغه مېرمنه په ټینګار سره وايي، چې مېړه یې یو پوځي ډاکټر و او د رژیم له بدلون سره- سره یې وغوښتل چې په کور کې د پاتې کېدو یا تېښتې پر ځای خپل کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویندویانو په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو تر دې مخکې یې د پخواني جمهوري رژیم د سرتېرو او کارکوونکو د وژلو، نیولو او ربړونې راپورونه رد کړي دي.

د تخار ولایت یوه سپین سرې مور هم په ژړغوني غږ د خپل ځوان زوی د مرګ کیسه کوي، چې په خبره یې د طالبانو بیا واک ته له رسیدو ورسته وژل شوی دی.

وايي زوی یې مجیب سلمان و او په تخار کې د جګړې له امله په کندوز کې خپل ورور کره تللی و.

دا مېرمن زیاتوي، د طالبانو په لاس د کندوز تر سقوط دوه درې ورځې وروسته د شپې په شاوخوا يوه بجه د دوى پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده او دواړه زامن يې ټپيان شول.

دغه دردېدلې مور زیاتوي، مجیب د ټپونو د سختوالي له امله په روغتون کې ساه ورکړه او مشر ورور یې په یوه سترګه وړوند شو.

هغه وایي:

"نوم يې مجيب و، له دې ځايه ووت او ويې ويل: مور جانې دلته جګړه ده، کندوز ته ولاړ، د ورور په کور یې د هاوان مرمۍ لګېږي، ټپي کېږي، تر سهار یې ټولو ته زنګونه وهلي او ویدیو ګانې یې ډکې کړي چې ملګرو ته ووايي زه داسې قوي یم. مشر ورور یې هم په چره ولګېدو او وړوند شو، هلک یې سبا یوړو کندز ته روغتون ته، هلته یې ساه ورکړه ."

دا مور وايي، تر اوسه نه پوهېږي چې د هاوان مرمۍ چا او د جګړې کوم لوري توغولې وه.

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم وايي، د طالبانو په حکومت کې د تاوتریخوالي دوام د څلور لسیزو جګړو پایله ده، خو په خبره یې په دې توپیر سره چې د طالبانو حکومت د خپل واک د ساتلو لپاره له تاوتریخوالي کار اخلي.

ندیم زیاتوي:

"د طالبانو په دوره کې، تاوتریخوالی کم شوی نه دی، تاوتریخوالی دوام لري او طالبان د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره کوم پلان نه لري. په ډیرو مواردو کې، دوی د خپل واک د خوندي کولو لپاره له تاوتریخوالي او یا له تاوتریخوالو ډکو اعمالو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي."

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي بیا وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې تاوتریخوالی د قانوني تشې له امله دی.

فرهادي وایي:

"د طالبانو له راتګ وروسته تاوتریخوالی په دې حساب دی، چې قانون پر ټولو یو شان نه پلی کېږي. له بده مرغه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اورو چې تاوتریخوالی ډېر دی، خلک وهل کېږي او د شریعت به نوم ډېر عجولانه قضاوتونه کېږي."

ومو غوښتل چې د دغو تورونو او ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت وپوښتو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د زمري میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاخلي واکمنۍ له پیل راهیسې دوی د پخوانيو پوځیانو په ګډون د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې له ۸۰۰ څخه زیاتې کړنې تر سره کړي، چې د یوناما په ټکو په کې غیر قانوني وژنې، خپل سري نیول، ربړونه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د يوناما د دغه راپور موندنې له حقيقته لرې وبللې او ويې ويل، چې د غچ اخيستنې ځينې شخصي او نامعلومې قضيې د دوى د حکومت د اړوندو ارګانونو له خوا په جدي توګه څېړل شوي چې شمېر یې ډېر نه دى.

یوناما دغه شان د سرطان په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر دویمه نېټه چې د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د مشر او د عدم تشدد د فلسفې او ستراتېژۍ د بنسټګر مهاتما ګاندي د زوکړې له ورځې سره برابره ده، د ۲۰۰۷ کال د جون په ۱۵ نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې راغلي، چې دا نړیواله ورځ د "د زده کړو او عامه پوهاوي له لارې د عدم تشدد د پیغام خپرولو" لپاره یو فرصت دی.

په دې مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه لیک په نړیواله کچه تاوتریخوالي ته په نه ویلو یا عدم تشدد ، د سولې په فرهنګ او تفاهم ټینګار کوي، هغه څه چې ظاهراً په افغانستان کې یوه جدي اړتیا ګنل کېږي.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Беспошлинной торговле доверяют дипмиссии // Как будут работать торговые точки по проекту МИДа

Более 22 тысяч заявок зарегистрировано для участия в ЭПГ

В Новозыбкове Брянской области увековечили память педагога и учёного Николая Нешатаева

Создание Сайтов. Создание веб сайта. Создание сайта html. Создание сайтов цена. Создание и продвижение сайтов. Создание сайта с нуля. Создание интернет сайта.

Музыкальные новости

Футболисты «Локомотива» – в расширенном составе сборной России на июньский сбор

Россия, Культура, Театр и Дети: ПДД обучает спектакль театра кукол Ульгэр

NYT: встреча Путина и Си Цзиньпина показала непоколебимость поддержки РФ Китаем

Бурятский театр «Ульгэр» показал на выставке «Театральная весна» кукольный постановку: Россия, Дети, нацпроект Культура

Новости России

Отечественные компании тратят на маркетинг 20% от своего оборота

МИД РФ собирается открыть магазины дьюти-фри с ограниченным доступом

Минцифры и ИТ-эксперты: Цифровые технологии предварительного голосования «Единой России» проверены и готовы к процедуре

Сергей Собянин. Главное за день

Экология в России и мире

Укусил клещ

Электрические зубные щетки Revyline RL010 White и зубную пасту Revyline Smart заказать в Якутске

Кладезь полезных свойств: Кутушов рассказал о пользе шлемника байкальского

Против незаконного визита Лукашенко в оккупированный и деарменизированный Карабах высказался не МИД Армении, а Тихановская. Фоторяд

Спорт в России и мире

Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме

Moscow.media

В деле об убийстве в Екатеринбурге шестилетнего мальчика появился третий фигурант

МОСКОВСКИЙ ФЕСТИВАЛЬ ПОД ФЛАГОМ РУССКИХ СУПЕРГЕРОЕВ.

«Грузовичкоф» развивает представителей бизнес-среды

Аул Куруш в Дагестане







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *