په کوټه کې له ۹ ورځو راهیسې د نانبایانو کاربندیز دوام لري
د نانبایانو د ټولنې مرستیال مشر محمد اکبر مشال راډیو ته وویل، د ګرانۍ له وجې د صوبې د نورو برخو په څېر د کوټې نانبایان د ډوډۍ نرخ زیاتول غواړي خو حکومت یې نه پرېږدې او حال دې ته رسېدلی دی چې نانبایان ډوډۍ خرڅوي خو په کور کې ډوډۍ نه لري.