پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ تر کوټې لاريون پيل کړی
د غورځنګ لسګونه پلویانو دا لاریون د نومبر له ۱۷مې پیل کړی دی. لاریون کونکي د چمن او سپین بولدک ترمینځ د ازاد تګ راتګ د ملاتړ ترڅنګ له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د نه ایستلو غوښتنه کوي او غواړي چې د غورځنګ نیول شوي اته کسان خوشې کړل شي.