د امریکا په جورجیا کې د تښتیدلو زندانیانو څلورم تن هم بیرته ونیول شو
د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت چارواکي وايي، د دغه ایالت له یوه زندانه د تښتېدلو څلورو بندیانو وروستی هغه هم پرون ونیول شو.
د بیب (Bibb) سیمې یوه پولیس ډېوېډ داویس یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه ۵۳ کلن زنداني پرون غرمه د بیب د زندان په ۱۰۵ کیلومترۍ کې سټاکبرج ته نږدې ونیول شو.
ښاغلي داویس ویلي، څلور تنه بندیان د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه د زندان د یوې زیانمنې شوې کړکۍ او غوڅو شویو اغزنو مزیو له لارې وتښتېدل.
د پولیسو چارواکو خوښي ښوولې چې څلورم تښتېدلی بندي یې هم نیولی دی.
د دې بندي د نیولو د څرنګوالي په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.