ایرانی سندرغاړی توماج صالحي په ضمانت له زندانه خوشې شو
د ایران یو مشهور رپ سندرغاړی، په بند کې تر یوه کال د زیاتې مودې له تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شو.
۳۲ کلن توماج صالحي د مهسا امیني تر مړینې وروسته د حکومت ضد اعتراضونو د ملاتړ له کبله نیول شوی و.
۲۲ کلنه مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې په تهران کې د توقیف پر مهال ساه ورکړه.
توماج صالحي پرون په خپله اېکس شبکه کې خپل د خوشې کېدو خبر ورکړ.
په همدې حال کې د ایران سترې محکمې د صالحي د دوسیې په باب د استنیاف غوښتنه ترلاسه کولو پر مهال وموندله، چې لومړني حکم حقوقي ستونزه درلوده او د صالحي د خوشې کېدو حکم یې ورکړ.
سترې محکمې د صالحي دوسیه ابتدائیه محکمې ته لېږلې ده.
د ایران دغه سندرغاړی پر ځمکه د فساد خپرولو یا«فساد فی الارض» په تور په شپږو کلونو او درېیو میاشتو بند محکوم شوی و.