د امریکا د ديپلوماتیکې دستګاه له مشرۍ د سولې نوبل جایزې تر ګټلو؛ د هنري کسینجر کار او ژوند ته کتنه
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او جګپوړی دیپلومات هنري کسینجر پرون (چهارشنبې) په سل کلنۍ کې مړ شو.
د هنري کیسینجرد مړینې خبر د هغه د مشورتي شرکت له خوا پرته له دې چې د مړینې علت ته یې اشاره وکړي ورکول شوی دی.
کسینجر له ویتنامه د امریکا په وتلو، له چین سره په اړیکو کې د خنډونو په لېرې کولو او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کې مهم رول لوبولی و.
د ریچارد نکسن د ولسمشرۍ په موده کې په ۱۹۶۹ کال کې کسینجر د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وګومارل شو.
په دې وخت کې د امریکا په بهرني سیاست کې د ده نفوذ زیات شو.
کسینجر د امریکا او پخواني شوروي او همداراز د چین اود امریکا ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول ولوباوه.
هنري کسینجر په ۱۹۷۳ کال کې د اسراییلو او عربو د جنګ په پای ته رسولو کې هم برخه لرله.
هنري کسینجر په ۱۹۷۷ کال کې دولتي ماموریت پرېښود، خو په دولتي چارو کې یې د یو نظرخاوند او تیورسن په توګه کارته دوام ورکړ.
ده ډېرې سیاسي مقالې او شننې کښلي دي.
په اکانومیست مجله کې د ده وروستۍ لیکنه د ۲۰۲۱ په اګست کې، وروسته له دې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، خپره شوه.
کسینجر په دې مقاله کې یو وار بیا د نړۍ د ښه کېدو لور ته د بدلون په اړه تر اندازې د زیاتې ایدیالیستي لېوالتیا په وړاندې خبرداری ورکړ.
ده په دې لیکنه کې په ویتنام کې له بلوا سره په مبارزه کې د امریکا ماتې ته اشاره کړې ده.
کسینجر په دې لیکنه کې په افغانستان کې د پېښو په غموونکي بدلون کې د امریکا پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او استدلال یې کړی چې د امریکا پوځ په شل کلنه جګړه کې خپل ستراتیژیک تمرکز له لاسه ورکړ.
کسینجر په دې لیکنه کې په دې حیرانتیا ښودلې چې امریکايی پوځیان له خپلو متحدانو سره له مشورې پرته ولې له افغانستانه وځي.
ده نه ترلاسه کېدونکي هدفونه په افغانستان کې د ماتې اصلي دلیل بللی دی.
هنري کسینجر ۲۱ کتابونه لیکلي چې ترټولو مهم یې «دیپلوماسي« او «نړیوال نظم» نومېږي.
هنري کسینجر د یوه مفکر په توګه د امریکا په بهرني او امنیتي سیاست کې څو لسیزې کلیدي رول درلود.
هنري کیسینجر چې په یوه تیوري سن یا نظرخاوند مشهور و، په ۱۹۲۳ کال کې په جرمني کې د یهودو په یوه متوسطه کورنۍ کې زیږیدلی او په ۱۹۳۸ میلادي کال کې له جرمني څخه د امریکا متحده ایالاتو ته تللی و.
د ده په اړه ویل کېږي چې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نیکسن او جرالډ فورډ د واک په موده کې یې د نړۍ په چارو کې د پردې شا ته خورا اغېز درلود.
هغه د ماسترۍ او دوکتورا ترکچې د زده کړو وروسته د امریکا په هاروارد پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د استاد په توګه کارکوه.
د امریکا او ویتنام ترمنځ د جګړې په پای ته رسیدلو کې د ونډې له امله یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
کسینجر دوه ځلې واده کړی.
له لومړۍ ماندینې څخه دوه اولادونه او پنځه لمسیان لري او دویمه میرمن یې ژوندۍ ده .