کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله له انګلستان سره درې ورځنۍ سیالي کوي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ډسمبر په ۳یمه نېټه د انګلستان له الف لوبډلې سره یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالي پيلوي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، د یادې سیالۍ د لګښت چارې به د دواړو هېوادونو بورډونه ورکوي او سیالي به د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادو سیالیو لپاره لا افغان الف لوبډله نه ده اعلان شوې.
د کرکټ بورډ په خبر پاڼه کې د عمومي ریس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي:"موږ غوره وبلله چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلو او د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې په یاد وخت کې د سور توپ، یوه درې ورځنۍ لوبه تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه پکې بریالي وو."
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د افغانستان الف لوبډلې د عمان له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو دوه لوبلړۍ هم ترسره کړې چې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې ګټلې وه، خو په شل اوریزو کې یې ۴ د یو پر وړاندې ماتې وخوړه.