ایران۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په ورتګ بندیز لګولی دی
د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته د دسمبر پر دویمه وویل چې دا بندیز د نومبر له ۳۰مې پیل شوی او دوی په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي.