په بلوچستان کې د منظور پشتين په مشرۍ پر قافلې ډزې شوې دي
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په بلوچستان کې یې د مشر منظور پښتين په مشرۍ قافله ډزې شوې خو نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی البته دوه تنان ټپي شوي دي.
په بلوچستان کې د دې غورځنګ مرستيال مشر زبیر اغا د دیسمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې ډزې په چمن کې هغه مهال وشوې چې د پيټي اېم غړي د منظور پشتين په مشرۍ په تربت کې د بلوڅانو پرلت کې د ګډون لپاره تلل. هغه زیاته کړه چې په دې ډزو کې ۲ کسان زخميان شوي خو مشر ته یې زیان نه دی رسېدلی.
زبیر اغا زیاته کړه: "ډزې امنيتي ځواکونو وکړې. په دغو امنيتي ځواکونو کې پولیس، لېويز او ايف سي (سرحدي ځواکونه) وو. خو معلومه نه ده چې ډزې پولیسو وکړلې، که اېف سي وکړي او که لېویز سرتيرو. خو مشر [منظور پشتين] محفوظه دی. البته پر لارې تلونکې يوه ښځه او زموږ یو ملګری ژوبل شوي دي."
تر اوسه د بلوچستنان حکومتي او امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
منظور پښتین د دیسمبر پر درېيمه د یو ویډیويي بیان له لارې اعلان کړی وو چې د دیسمبر پر پينځمه به د بلوچستان په تربت کې د ماورای عدالت وژنو پرضد په روان پرلت کې ګډون کوي. دغه پرلت بلوج فعالانو پيل کړی دی.
د نومبر پر ۲۳مه د بلوچستان پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې د تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د یوې نښتې پر مهال يې وسلوال وژلي دي. خو د لادرکو بلوڅانو لپاره کار کوونکو تنظيمونو دا دعوه بې بنیاده وبلله او وي ويل چې وژل شوي کسان په زور غيب کړل شوي بلوڅان دي.
بلوڅ فعالانو دعوه وکړه چې په وژل شویو کې د بالاچ مولابخش په نوم هغه ځوان هم دی چې د دوی په وينا، لادرکه وو او تر وژل کېدو څو ورځې مخکې عدالت ته هم حاضر شوی وو. دغو خلکو په تربت، کوټه، لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې د احتجاجونو اعلان وکړ.
خو د ترهګرۍ ضد پولیسو د نومبر پر ۲۴مه په بیان کې وویل چې بالاچ مولا بخش په اکتوبر کې نیول شوی وو او د نومبر تر ۲۱مې د پولیسو په حراست کې وو. په بیان کې ویل شوي چې بالاچ د خپلو "ترهګرو فعالیتونو اعتراف" کړی وو او د خپلو پټو ملګرو نشاندهي یې کوله، خو هغه ځای ته ورتګ پر مهال له وسلوالو سره په نښته کې دی هم ووژل شو.
خو د تربت د احتجاج مشر ګلزار دوست محمد د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته ويلي وو چې د پولیسو دعوې بې بنیاده او خبرې یې حقیقت نه لري. هغه زیاته کړې وه چې د امنیتي ادارو په خبره بلوچ وسلوال وو او په مقابله کې ووژل شول. نوموړي وویل چې څنګه يو سړی په يو وخت کې هم د پولیسو په بند کې وو او هغه د وسله والو سره غرونو ته ختلی او نښته یې کوله.
تېره اونۍ په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو دغه احتجاج ته د ځينو سیاستوالو د ورتګ مخه نيولې وه. په هغوی کې د حق دو تحريک مشر او د جماعت اسلاميسیاستوال مولانا هدايت الرحمن بلوچ هم شامل دی چې تربت ته نه وو پرېښوول شوی. د بلوچستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.