Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستاني چارواکو ادعا: تر ۹۰سلنه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی.


د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرفراز بګتي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۴ لکه ۸۲ زره و ۸۴۵ د ده په خبره غیرقانوني کډوال د پاکستان له بېلابېلو پولو څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.


نوموړي د ډسمبر په ۹مه د جمعې په ورځ رسنیو سره په یوې ناسته کې ادعا کړې چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات کډوال په خپله خوښه تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی.


د سرفراز بګتي د خبرو یوه برخه چې د پاکستان رسنۍ، اج نیوز لخوا خپره شوې ده.


هغه ویلي: "دې شمېرو سره دا واضح کېږي چې له هغوی سره هېڅ ډول زور زیاتی نه دی شوی، هېڅ ډول لاس اچونه نه ده شوې. د ښځو د ځورونې کومه قضیه نه ده رامنځته شوې، د ماشومانو د ځورونې کومه قضیه نه ده رامنځته شوې."


خو تر دې مخکې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د نیولو او شړلو پر مهال د پاکستاني پولیسو لخوا ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند شوی دی، دغه شان په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته ویلي وو چې یو شمېر افغان ماشومان په داسې حال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې کورنۍ یې په پاکستان دي.




په پاکستان کې مېشت افغان کډواله فرشته غزنوي وايي، اوس هم دوی سر بد چلند روان دی.


هغې وویل: "پولیس کور په کور ګرځي، د افغانانو د پاسپورټ او ویزې په اړه پوښته کوي او یو شمېر یې له بده مرغه افغانانو سره ښه چلند نه کوي."


د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز هم وايي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت چلند بې رحمه او دوه ګوڼی دی او د ده په خبره دوی افغان کډوال د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.


نوموړي زیاته کړه: "په ټوله کې پاکستان د افغانانو پر وړاندې دوه ګونی او بې رحمه چلند کوي او په دې ډول دوی غواړي پر نورو حلقو سیاسي فشارونه راوړي او د افغان کډوالو څخه سیاسي ګټه پورته کړي."


په ورته وخت کې د عوامي نېشنل پارټۍ ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، په پاکستان کې د ده په ټکو د مېشتو غیرقانوني افغانانو ملاتړ نه شي کولای.




نوموړي پاکستاني رسنۍ، جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، که څه هم د افغانستان او پاکستان پښتانه يو دي، خو له دې امله د غيرقانوني عمل ملاتړ نه شي کولى.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې په اسلام‌اباد کې یې له چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبري کړي او په ورته وخت کې یې له افغان کډوالو سره لیدلي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور له مخې د سپټمبر د ۱۵مې او د ډسمبر د ۲مې نیټې تر منځ ۴ لکه و ۳۸ زره و ۱۷۱ افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *