د امریکا او برتانیا ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بمباري کړې ده
امریکايي ولسمشر جو بایډن په بیان کې ویلي دي چې پوځ یې له برتانیویو ځواکونو او د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا او همکارۍ، د حوثي یاغیانو هغه اهداف ویشتلي دي چې حوثي یاغیانو د "نړۍ په یو له تر ټولو مهمو بحري لارو کې د تګ راتګ د ازادۍ ګواښلو لپاره کارول."