پاکستان له ای اېم اېف څخه د څه باندې ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی
![پاکستان له ای اېم اېف څخه د څه باندې ۷۰۰ مېليونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی](https://gdb.rferl.org/393DE3F3-7FB3-4792-BF1E-386031F74952_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستان مرکزي دولتي بانک وايي چې ای اېم اېف د جنورۍ پر ۱۱مه د خپل اجراييوي بورډ لخوا د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام د لومړۍ بیاکتنې تر بشپړه کېدو او هغه هېواد ته يې په سمدستي توګه د پور د دویم قسط ورکولو له اجازې وروسته دا پیسې ورکړي دي.