د انصاف نړیوال عدالت: اسراییل دې غزه کې د توکموژنې مخنیوي لپاره اقدامات وکړي
د عدالت مشرې قاضیې جون ډاناګیو د امر اورولو پر مهال وویل چې اسراییل باید په سیمه کې په "بیړني ډول د اړینو اساسي خدماتو او بشري مرستو رسولو لپاره سمدستي او موثره اقدامات وکړي چې د ژوند د هغو سختو او منفي شرایطو ستونزه هواره شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي."