د کوټې خلک د انتخاباتو له کاندیدانو څه غواړي؟
په پاکستان کې د فرورۍ پر اتمه کېدونکو عام انتخاباتو لپاره د کاندیدانو يا امېدورانو کمپاينونه روان دي. د کوټې خلک وايي ګراني، د سوداګرۍ کمی، ناامني او بې روزګاري هغه لویې مسلې دي چې دوی غواړي د راتلونکي منتخب سیاستوال ورته حل راوباسي. صمد شبنم په دې اړه ويډيو راپور لري.