په پاکستان کې خلک په پارلېماني انتخاباتو کې ووټ اچوي
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. چارواکي وايي د انتخاباتو لپاره یې امنیتي اقدامات کړي دي. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.