قطر د اسيا جام اتلولي وګټله
د فوټبال د اسیا جام سیالیو په پایلوبې کې قطر د اردن لوبډلې ته ماتې ورکړه او له خپلې اتلولۍ یې دفاع وکړه.
یاده سیالي د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې قطر د اکرم عفیف په ځلېدو سره اردن ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.