د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د نجونو او ښځو پرضد د "ځپونکو اقداماتو" درولو غږ کړی دی
په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو یادونه کړې چې په افغانستان کې یوازې هغه وخت تلپاتي سوله ټینګېدای شي چې هغه هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.