د بلوچستان حکومت او د پوهنتون استادانو ترمنځ د تنخاګانو په مسله خبرې ناکامه شوې
د بلوچستان حکومت په استازيتوب د اسمبلۍ د غړي اغا عمر احمدزي په مشرۍ پو پلاوی د پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره ورغلی وو. نوموړي هلته پرلتوالو ته په خپله وینا کې وویل له دې وړاندې چې کوم وایس چانسلران راغلي ول، باید له هغوي پوښتنه وشي چې دغه مسله یې ولې نده هواره کړې.