د واټیکان ښار لرغونی او غني کتابتون د خلکو په مخ پرانیستی دی
![د واټیکان ښار لرغونی او غني کتابتون د خلکو په مخ پرانیستی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-0060-08dc7737437b_tv_w800_h450.jpg)
سیستین هال د واټیکان د کتابتون تر ټولو ډېر تاریخي او مهم ځایونو کې شمېرل کیږي چې د ۱۶مې پیړۍ په پای کې د پاپ سکسټس پینځم لخوا جوړ کړل شوی دی. په دې کتابتون کې نږدې ۸۰،۰۰۰ نسخې خوندي دي چې شاوخوا ۲۷،۰۰۰ ترې ډیجیټل بڼې ته اړول شوي دي. دا کتابتون د پوهانو او زده کونکیو لپاره پرانیستې دی او هغوی د پاپ د کتابونو د ټولګي او پراخه هنري اثارو څخه ګټه پورته کولې شي. د فرانسې خبري اژانس د دغه کتابتون په اړه یو ویډیويي راپور جوړ کړی دی چې دلته یې کتلی شئ: