Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نوی راپور: خلکو ته په سمه توګه د پولیو واکسین نه دی رسېدلی

په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتېدو په اړه د اندیښنو په دوام د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکه « Afghanistan Analysts Network » وايي چې په دې برخه کې د طالبانو محدیتونو د پولیو د مثبتو پیښو له زیاتوالی سره مرسته کړې ده.


دې شبکې پرون یکشنبه د یوه تفصیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځله د پولیو واکسن له ځنډولو وروسته طالبانو د اکټوبر په وروستیو کې د واکسین اجازه ورکړه خو د واکسین چارې یې جوماتونو او د کلیو مرکزونو ته محدودې کړې.


په راپور کې د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې چې د پولیو واکسین لپاره په نښه شوي د ګوزڼ ناروغۍ له ځینو قربانیانو او والدینو سره خبرې شوي او د هغوی په استناد دا خبره شوې چې د واکسین نوې بڼې د دې ډاډ ترلاسه کول چې ټولو ماشومانو ته دې واکسین ورسیږي ستونزمن کړی دی.


د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


 


 




دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه.


د روغتیا نړیوال سازمان د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې په دغه هیواد کې ثبت شوې دي خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تیر میلادي کال کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې.


په ورته وخت کې د بغلان ولایت د غلام بای کلي اوسېدونکی محمد صابر چې دوه اولادونه یې د پولیو واکسین له تازه پړاوه پاتې شوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


 


 


د روغیتايي چارو مختخصین له ډلې یې سیدا جان یوسفزی وايي چې کور په کور د پولیو واکسین د ګوزڼ او نورو ناروغیو د مخینوي لپاره اغیزمنه لاره ده او د دغه لړۍ پر وړاندې ستونزې او محدودیتونه خطرناکه پایلې لرلی شي.


« که ماشومان واکسین نه شي نو د دې امکان شته چې دغه ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي، دا نه یوازې افغانستان او پاکستان بلکې د نړۍ لپاره هم یو جدي خطر دی ځکه چې کولای شي په نړیواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو هلې ځلې زیانمنې کړي او د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي.»


د یادونې ده که څه هم افغانستان په او پاکستان په نړۍ یوازینې دوه هغه هېوادونه چې د پولیو مثبتې پیښې پکې شته خو د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې د محددیتو وراخوا  تازه د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو ځنډېدل د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.


که څه هم وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې حیاتي بشري مرستې له د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستو د درولو له فرمانه مستنا دي خو د روغتیا نړیوال سازمان یوې چارواکي ویلي چې موږ په پاکستان او افغانستان کې، د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یو او د مرستو ځنډېدل په ټوله کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه ګواښي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *