Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوچا: د نجونو پر زدکړو د بنديز ۳ کاله، له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده

له تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو راهیسي په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې لا هم د زده کړو دروازې تړلي دي، د افغانانو په ګډون یې نړيوال د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي خو طالبان لا هم په دې اړه څه نه وايي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا "پرون یکشنبه د فبرورۍ پر ٢ پر خپله ايکس پاڼه په يو بيان کې ويلي چې د نجونو پر زدکړو بنديز چې درېيم کال يې روان دى له بنسټیزوحقونو سرغړونه ده.


اوچا زياتوي چې "دا سرغړونه باید پای ته ورسیږي."


د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بيل واک ته رسېدلي، یو عشاریه پنځه میلیونه تنکۍ نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ څخه منع شوې دي.




په همدې حال کې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې یو شمېر نکونې وايي نړیوال دې پر زده کړو د بندیز د لیرې کېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.


د ښوونځي پخوانۍ زدکونکې او د کابل اوسېدونکې هديې په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:


 




دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی دی.


د کابل اوسېدونکې مسکا چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې یې پر طبي زده کړو بندیز ولګېده ازادي راډيو ته وویل:


"ما په يوولسم ټولګي کې زدکړې کولې د طالبانو په راتګ سره زمونږ ښوونځي وتړل شول او موږ ته يوولسم او دولسم ټولګيو څخه ارتقا راکړل شوه او د ښوونځي سند مې تر لاسه کړ او انستيټيوت کې مې طبي زدکړې پيل کړې درې سمستره مې وويل خو اوس يې هغه هم وتړل زه ډېره خفه يم که نور زدکړو ته دوام ور نشم کړى ځکه يو ځل يې چې له زدکړو ووېستو ماته مو و نه منله اوس مو بيا هيلې وژني د طالبانو د دې کارونو مخه بايد نور ونيول شي ځکه دا څنګه امر ثاني دى چې نه رارسېږي".


په ورته وخت کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان ته یو ګواښونکی ناورین بولي.


د زده کړو د برخې فعال مستعین وزین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:




او پرې نه ږدي چې دغه ملت نور د جهل او تيارو خواته لاړ شي."


طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.


که څه هم په دې اړه د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو بنسټونو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې پر ښځو دا محدودیتونه لیرې کړي خو طالبانو نه یوازې دا چې په دې برخه کې یې نرمښت نه دی ښودلی بلکې د دغه محدودیتونو پر پلی کېدا یې ټینګار کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *