Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په پاکستان کې د نوو انتخاباتو غوښتنه کړې ده

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خپل وژل شویو غړيو د تلین په لمانځغونډه کې د یوه پرېکړه ليک لا لارې په پاکستان کې د نوو ټولټاکنو غوښتنه کړې ده.ګوند د اکتوبر پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه لورالايي کې د ګوند اووم اکتوبر د وژل شویو غړو په یاد کې شوې غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي، د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز جوګيزي او ځينو نورو مشرانو ویناوې وکړې.

د ۱۹۸۳ز کال د اکتوبر پر ۷مه د محمود خان اڅکزي په مشری په کوټه کې ګوند د هغه وخت د پوځي واکمن جنرال ضیاوالحق د مارشلا ضد او د جمهوریت د بحالۍ په حق کې مظاهره کوله چې پر دې مهال ورباندې پوليسو ‌ډزې وکړې چې پکې د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ځينې غړي ووژل شو چې ګوند يې د اووم اکتوبر د شهیدانو په نوم یادوي او هرکال يې تلین لمانځي.

د لمانځغونډې ګډونوالو يو پرېکړه لیک ومانه چې پکې غوښتنه شوې چې د پاکستان د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره دې په هېواد کې نوي انتخابات وشي.

محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په خپله وینا کې وويل چې دوی د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې مخالف نه دي البته غواړي چې دوی دې د پاکستان په سیاست کې مداخلت نه کوي او خلک دې پرېږدي چې په ټاکنو کې په خپله خوښه خپل استازي وټاکي.

هغه زیاته کړه چې لکه د نړۍ په نورو هېوادونو کې پوځونه او استخباراتي ادارې په سیاست کې لاسوهنه نه کوي نو همدغسې باید د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې هم په سیاست کې مداخله ونه کړي.

هغه تور پورې کړ چې د دې هېواد د ۲۰۲۴ز کال ټولټاکنې د ده په دعوه د تحریک انصاف مشر عمران خان ګتلې وې خو په "زور واکمني" شهبار شریف ته ورکړل شوه.

"موږ امریکا ته وايي چې د شهباز شریف حکومت چې هره معاهده له تاسو سره کوي، دا د پاکستان د ولس معاهده نه ده.دا نه موږ منو او نه دی (شهباز شریف) زموږ مَلَک (استازی) دی."

محمود خان اڅکزی او تحریک انصاف او ځینو نورو ګوندونو هم تر دې وړاندې په وار وار په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه پورې کړي دي دي خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت او د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي او ويلي دي چې ټاکنې شفافې او رڼې شوې وې.

دغو ګوندونو پر پوځ هم تور پورې کړی چې په انتخاباتو کې يې لاسوهنه کړې خو پوځ هم دا تورونه ردوي او تل يې ويلي دي چې دوی په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لورالايي جلسې ته د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګيزي د وینا پر مهال پر پښتنو ځوانانو غږ وکړ چې ټولنيزې رسنۍ دې د خپل قام د ګټو لپاره استعمالوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *