Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پاکستان کې له نن څخه د پولیو ناروغۍ مخنیوي کمپاین پیل شوی

په پاکستان کې د ډېسېمبر له ۱۵مې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره د روان ۲۰۲۵ز کال وروستی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.د پاکستان د بیړنیو حالاتو ملي مرکز د ډېسېمبر پر ۱۳مه په بیان کې ويلي چې دا کيمپېن به د ډېسېمبر تر ۱۹مې دوام ولري او پر دې مهال به تر پینځو کلونو کم عمر لرونکو ۴۵ ميلیونه ماشومانو ته د پولیو وایرس مخنيوي لپاره واکسيني څاڅکې ورکول کېږي.
په خيبر پښتونخوا کې د پوليو مخنيوي لپاره جوړ مرکز یا "ايمرجنسي اپرېشن سېنټر" د مطبوعاتي څانګې مشرې شاداب مشال را‌ډیو ته ويل چې په دې کمپاین کې یې هدف دا دی چې ۴۵ لاکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.
د دې په وینا، په صوبه کې د دې کمپاین ترسره کولو لپاره تر ۳۵۰۰۰ زیات کارکوونکي د دې لپاره روزل شوي چې ماشومانو ته دا څاڅکي ورکړي.
دوی وايي د پولیو ناروغۍ پرضد ترسره کېدونکي دې کمپاین کې د امنیت ساتنې لپاره هم په زرګونه امنیتي عسکر ګمارل شوي دي. د پولیو وروستۍ پېښه په اکتوبر کې د خیبر پښتونخوا په تورغر کې مخې ته راغلې وه.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان (۲۰۲۵ز) کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۹ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغیو پرضد د اکتوبر له ۱۳مې بيا د اکتوبر تر ۱۹مې هم اووه ورځنی واکسیني کیمپېن تر سره شوی وو.
تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۲۰مه په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي ادارې چارواکو د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې یې د ګوزڼ وايرس ضد څلور ورځنی ځانګړی واکسيني کيمپېن کړی وو.
تر هغه وړاندې د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یو شمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن شوی وو. تر دې وروسته د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې اته ورځنی واکسیني کیمپېن وشو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *